ملګري ملتونه: د افغان کډوالو د بحران له پامه غورځول به بشري او امنیتي پایلې ولري

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر وايي، نړیواله ټولنه باید د ایران او پاکستان څخه د ستنېدونکو افغانانو وضعیت له پامه ونه غورځوي، ځکه د افغانستان د بشري بحران دوام نه یوازې اخلاقي او بشري، بلکې امنیتي او سیاسي پایلې هم لرلای شي.

برهم صالح، چې د کابل د سفر پر مهال یې له فرانس پرس خبري اژانس سره خبرې کولې، وویل د سلګونو زرو افغانانو بېرته ستنېدل په داسې وخت کې روان دي چې افغانستان له بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او محدودو عامه خدماتو سره مخ دی. د هغه په وینا، که راستنېدونکو ته د کار او د عادي ژوند د بیا پیل فرصتونه برابر نه شي، د افراطیت، ټولنیزو ستونزو او امنیتي ګواښونو خطر به زیات شي.

هغه زیاته کړه چې نړۍ پخوا هم له افغانستانه مخ اړولی و، خو وروسته یې د دې بې‌پامۍ درنې پایلې ولیدلې. صالح ټینګار وکړ چې د افغانستان اوسنی وضعیت باید له پامه ونه غورځول شي، ځکه د نن ورځې بې‌غوري ښايي سبا د سیمې او نړۍ لپاره پراخې امنیتي ستونزې رامنځته کړي.

بلخوا، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په خپل وروستي د بېړني سرحدي غبرګون راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جون له ۲۱مې څخه د جولای تر ۴مې پورې ۵۷ زره او ۶۳۱ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، له ۲۰۲۵ کال د جنورۍ راهیسې تر اوسه له ۳.۸ میلیونو څخه ډېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي، چې د بشري مرستو اړتیا یې لا زیاته کړې ده.

د IOM په وینا، د یادې مودې په ترڅ کې راستنېدونکو ته د خوړو، روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، لنډمهالې استوګنې، ترانسپورټ، نغدي مرستو او ساتنې په ګډون سلګونه زره بېړني خدمات وړاندې شوي دي، خو سازمان خبرداری ورکوي چې د راستنېدونکو د دوامداره زیاتوالي له امله د افغانستان پر بشري او خدماتي ظرفیتونو فشار مخ په زیاتېدو دی.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویلي چې د ۲۰۲۶ کال لپاره یې د افغانستان د عملیاتو د تمویل اړتیا شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره ده، خو تر اوسه یوازې ۶۰ میلیونه ډالره برابر شوي دي. د دې ادارې په وینا، د مرستو کمښت د ستنېدونکو افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا له جدي ننګونو سره مخ کړې ده.

ملګري ملتونه او بشري بنسټونه له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان ته خپلې بشري مرستې زیاتې کړي، څو راستنېدونکي افغانان وکولای شي بېرته په خپلو ټولنو کې مدغم شي او د راتلونکو بشري او امنیتي بحرانونو مخه ونیول شي.