د بدخشان په ولایت کې د سرو زرو د استخراج په زیاتېدو سره زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، خو د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د کانونو پراخ استخراج د اوبو د ککړتیا، د کرنیزو ځمکو د زیانمنېدو او د چاپېریال د خرابېدو لامل شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس، د راپور له مخې، د بدخشان په ځینو سیمو کې د کیندنې لسګونه درانه ماشینونه شپه او ورځ د غرونو په کیندلو او د سرو زرو په استخراج بوخت دي. په دغو سیمو کې پخوا کلیوالو خپل څاروي څرول او پر کرنې او مالدارۍ یې تکیه کوله.
د بدخشان لپاره د طالبانو د حکومت د کانونو رئیس عبدالمتین رحیمزي ویلي، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې لسګونه زره کسان د سرو زرو د استخراج په چارو کې بوخت دي.
رحیمزي وویل: «په نُسي او شُکي ولسوالیو کې شاوخوا له لسو تر دولسو زرو پورې کسان کار کوي. په شیوه کې هم ښایي له لسو تر دولسو زرو پورې کسان په کار بوخت وي. په شهر بزرګ کې بیا د سرو زرو لوی او غني کانونه لرو چې ښایي له اویا تر اتیا زرو پورې کسان پکې کار کوي.»
د هغه په وینا، که څه هم تېر کال په بدخشان کې ډېری کانونه ثبت شوي نه وو او د فیسونو د راټولولو منظم سیسټم هم نه و، خو د طالبانو حکومت د دغه ولایت د کانونو له فعالیتونو څخه ۱۱۲ کیلوګرامه سره زر ترلاسه کړي دي. رحیمزي هغه راپورونه هم رد کړل چې د بدخشان د کانونو د استخراج بهیر غیرشفاف بولي او په دې برخه کې د اختلاس او ناوړه استفادې ادعاوې چي په رسنیو کې خپرې شوي رد کړی.
هغه وویل چې د کانونو د استخراج بهیر روښانه دی او هیله یې څرګنده کړه چې دغه بهیر به لا شفاف شي، څو د ده په خبره، «د بدخشان یو ګرام سره زر او یو افغانۍ هم ضایع نه شي.»
خو د کانونو د استخراج پراختیا د سیمې د اوسېدونکو لپاره له ستونزو سره هم مل ده. د فرانسې خبرې آژانس د راپور له مخې په شیوه سیمه کې داسې پراخې ځمکې ثبت کړل شوي چې د سرو زرو د استخراج لپاره کیندل شوې دي. د کانونو له سیمو څخه بهېدونکې اوبه هم په ځینو ځایونو کې په نسواري او شین رنګ اوښتې دي.
څلور اویا کلن بزګر محمد امین وایي، کورنۍ یې شاوخوا دوه سوه کاله په سیمه کې ژوند کړی، خو د تېرو دوو یا دریو کلونو په څېر وضعیت یې مخکې نه و لیدلی.
هغه وویل: «پخوا سیند ژور و او اوبه یې پاکې وې. کله چې د کانونو استخراج پیل شو، ډبرې او خاورې راکوزې شوې او اوبه یې ککړې کړې. اوس د سیند اوبه د څښلو نه دي، حتی په دغو اوبو ځان هم نه شئ مینځلی.»
محمد امین وایي، د کانونو استخراج د سیمې پر کرنې هم اغېز کړی دی.
هغه زیاته کړه: «اوس ژوند د پخوا په پرتله نیمایي شوی دی. د سیند پر غاړه کرنه نه شئ کولی... په هوارو ځمکو کې هم د باد او دوړو له امله کرنه نه شي کېدای.»
خو د کانونو مسؤلین بیا د سرو زرو استخراج د بدخشان او په ټوله کې د افغانستان لپاره اقتصادي فرصت ګڼي. د یوه کان مدیر محمدالله مبارز وویل: «سل په سلو کې دا یو نعمت دی؛ یوازې د بدخشان لپاره نه، بلکې د ټول افغانستان لپاره. که په بدخشان کې سره زر استخراجېږي، ګټه یې ټول افغانستان ته رسېږي.»
په بدخشان کې د سرو زرو د استخراج پراختیا په داسې حال کې زرګونو کسانو ته د کار او عاید زمینه برابروي چې د سیمې اوسېدونکي د اوبو د ککړتیا، د کرنیزو ځمکو د زیانمنېدو او د خپل چاپېریال د بدلېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.