په جلال آباد کې روږدي د خپلو کورنیو شکایت لري

په جلال آباد کې د مخدره موادو روږدي وایي چې د نشه یي توکو کارولو له امله په کورنۍ کې د خوب او اوسېدو ځای نه لري.

دوی وایي چې کورنۍ یې ورسره د یو عادي انسان په توګه سلوک نه کوي چې د کورنۍ همدغه ناسم چلند له امله اړ دي چې د سړ ک ترغاړو او باغونو کې شپې سبا کړي.

د دوی پر وینا په کورنۍ کې مور، پلار او ماشومان ورته د خوراک څښاک او حتی پوښاک اسانتیاوې نه برابروي او کله چې کور ته ځي نو د کورنۍ غړي ورته په ډېره سپکه ګوري او ډوډۍ نه ورکوي.

دا معتادین وایي چې همدې ناسم چلند اړ کړي چې حتی غلاوې وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

په جلال آباد کې روږدي د خپلو کورنیو شکایت لري