په ننګرهار کې د نشه يي توکو د یوه روږدي د ژوند کیسه

په جلال آباد کې د مخدره موادو روږدی عبدالرازق وایي چې مخدره موادو یې د ژوند ټوله سرمایه ترې اخیستې او دی د خپل راتلونکي ژوند لپاره اندېښمن دی.

عبدالرازق وایي چې کورنۍ یې د مخدره موادو د کارولو له امله ورسره جوړه نه ده او ده سره هیڅ ډول مرستې نه کوي.

هغه وایي وېره لري چې راتلونکي کې یې ماشومان هم ده غوندې مخدره موادو باندې روږدي نه شي.

عبدالرازق وایي چې دی د خپل راتلونکي ژوند لپاره په ښار کې ورځ مزدوري کوي خو پیسې یې د نشه یي توکو په پیداکولو مصرفېږي.

دی وایي په هرقیمت چې وي ځانته نشه یي توکي پیداکوي او خپله نشه ترسره کوي.

د ده پر وینا دوی کله کله په شپو شپو د امیر شهید په بڼ کې پراته وي او دکور له حال و احواله خبر نه وي.

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د نشه يي توکو د یوه روږدي د ژوند کیسه