کریم صادق: حکومت دې د نشه يي توکو پلورنځایونه وتړي

د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی کریم صادق په حکومت غږ کوي، چې د نشه يي موادو واړه پلورنځایونه چې نشه يي مواد د معتادین په واک کې ورکوي وتړي او د نشه يي توکو د وړو قاچاقبرو مخه دې ونیسي.

کریم صادق چې له یو څو مودې راهیسې له نړیوالو لوبو لرې دی او تازه په کورني کرکټ بیا ځلیدلی وايي، د کرکټ د لوبې له لارې د اعتیاد مخه نیول کېدی شي او د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي له نشه يي توکو سره په مبارزه کې مهم رول لوبولی دی.

کریم صادق وايي، چې د کرکټ لوبغاړو د نشه يي موادو د مخنیوي لپاره ډېرې سیالۍ ترسره کړي او د اعتیاد په ضد یې پيغام ولس ته لیږدولی دی.

هغه وايي، له نشه يي توکو سره مبارزه جدي اقداماتو ته اړتیا لري.

ښاغلی صادق په ټول افغانستان خو په تیره بیا ننګرهار کې د نشه يي توکو د روږدو و ضعیت په اړه هم اندېښنه وښودله.

Your browser doesn’t support HTML5

کریم صادق: حکومت دې د نشه يي توکو پلورنځایونه وتړي