قالین اوبدل له اعتیاد څخه د ژغورنې ښه لار ده

په ننګرهار کې د مخدره موادو لسګونه روږدو ځوانانو ته له مخدره موادو څخه د ژغورنې په موخه د قالین اوبدلو کورس جوړ شوی .

یوشمېر هغه ځوانان چې کلونه یې مخدره مواد کارولي اوس په دې کورس کې قالین اوبدل زده کوي .

دوی وایي له مخدره موادو څخه د ژغورنې ښه لار یې پیداکړې او غواړي د تل لپاره له مخدره موادو څخه خوندي اوسي.

د دوی پر وینا قالین اوبدل یې هم زده کړي او کولی شي چې په آزاد بازار کې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړې ډوډۍ پیداکولو په خاطر قالین اوبدلو هنر پرمخ یوسي او دتل لپاره له مخدره موادو لرې اوسي.

دلته په دې کورس کې څلوېښت تنه هغه ځوانان قالین اوبدل زده کوي چې تر دې وړاندې یې د جلال آباد ښار په کوڅو کې مخدره مواد کارول.

خالد هغه ځوان دی چې آته کاله یې مخدره مواد کارولي خو اوس یې هوډ کړی چې د تل لپاره له مخدره موادو خوندي اوسي .

هغه قالین اوبدل کوي او په دې هنر کې له خپله روزګاره خوښ دی.

Your browser doesn’t support HTML5

قالین اوبدل له اعتیاد څخه د ژغورنې ښه لار ده

جاوید د مخدره موادو یو بل روږدودی چې له مخدره موادو کارولو څخه د ژغورنې ښه لار کار او حرفه یادوي .

هغه پر نورو روږدو هم غږ کوي چې په اړونده روغتون کې دې لومړی د ځان درملنه وکړي او وروسته دې قالین اوبدل پیل کړي .

د مخدره موادو کارونکي وایي چې د حرفو په زده کولو سره مخدره مواد یې له ذهنه وتي او اوس د یوې ښې راتلونکې لپاره هیله من دي.