جلال آباد کې د متعادانو ډېروالي اندېښنې پیداکړي

د جلال آباد ښار اوسېدونکي وایي چې پر مخدره موادو روږدي کسان ورځ تربلې دې ښار کې ډېرېږي ادو دوی ته یې د راتلونکې اندېښنې راولاړې کړي.

دوی پر اړونده ادارو نیوکې کوي چې د مخدره موادو روږدو کمولو او د مخدره موادو کارولو پر ضد یې هیڅ کار نه دی کړی.

دوی له دولته په تېره له اړونده ادارو غوښتنه کوي چې د مخدره موادو کارولو مخنیوی وکړي او پرې د ځوانانو روږدېدو مخه ونیسي.

Your browser doesn’t support HTML5

جلال آباد کې پر مخدره موادو د روږدو کسانو ډېروالي اندېښنې پیداکړي

دوی وایي چې د ښار پر لویو واټونو او کوڅو د روږدو کسانو شتوالی ښاریانو ته ذهني نارامتیا رامنځته کړې او د دوی د ګرځېدو پر وړاندې یې ستونزې راپیدا کړي.

ښاریان وایي چې روږدي اکثره ځوانان دي او دوی یې په لیدلو د هغوی خرابې راتلونکې ته اندېښمن دي.