ګلاب ګل د کوکنارو ځای نیولی

دننګرهار په اچین او دره نور ولسوالیو کې د کوکنارو د کرکېلې د مخنیوي لپاره د ګلاب کرکېله له کلونو راهیسې دود شوې ده او بزګران پدغو ولسوالیو کې د ګلابو ګټه تر کوکنارو ښه بولي.

‫دننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې په دره نور ولسوالۍ کې یې په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې سږ کال ګلاب کرلي.

‫ددې ریاست رئیس پوهنمل رفیع الله رحیزمی وایي چې ددره نور په ولسوالۍ کې یې کروندګرو سره د ګلابو د بوټو مرستې کړي او ددې غرنۍ ولسوالۍ په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې یې ګلاب کرلي.

‫دده پر وینا د ګلابو حاصلات تر پخوا هم ښه دي او د کوکنارو د کرکېلې ښه بدیل ګرځېدلی دی.

‫”ګلاب موږ په اچین او دره نور کې کرلي، دا د کوکنارو د نه کرلو یو بدیل معیشیت پروژه ده چې ډېره کامیابه پروژه ده او دهقانان ترې ډېر خوښ دي، په دره نور کې نور کوکنار نه کرل کېږي.”

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د ګلو کر

‫د دره نور کروندګر هم دګلابو له کرلو خوښ دي وایي چې تر کوکنارو یې ګټې ډېرې دي.

‫د دې ولسوالۍ یو تن کروندګر مومن خان وایي :

‫”کوکنارو کې ګټه دومره نه وه څومره چې ګلابو کې ده، ګلاب ښایست هم لري، ښه بوی هم لري او ګناه هم نه لري او ګټه یې د اوبو او چایو ډېره ده خو کوکنار سراسر تاوان وو. ”

‫د دره نور دګلابو پروسس لپاره پینځه کاله وړاندې د جرمن اګرواکشن موسسې د اوبو تولید یوه فابریکه فعاله کړې وه چې د ګلابو اوبه او پاڼې یې تر پروسس وروسته په دننه هیواد او بهرنیو هیوادونو ته لېږدلې.

‫اوس په دې ولایت کې د ګلابو پروسس یوه شخصي فابریکه فعاله ده چې تنها د ګلابو اوبه د طبي درملو په توګه پروسس کوي.