د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق په دغه هېواد کې له زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۳۲ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
اوچا د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۶مه، په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي، په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم ډېرې دي، خو د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مالي سرچینې مخ په کمېدو دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، د نویو ځانګړو شویو پیسو له لارې به یې همکارې موسسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تر ټولو زیانمنو ټولنو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي.
دا مرستې داسې مهال اعلانیږي چې د اروپایي ټولنې د بشرې مرستو څانګې ویلي چې له سږکال جنورۍ میاشتې تر اوکتوبر پورې له پاکستانه ستانه شویو ۱۱۰ززه افغانانو سره یې مرسته کړې ده.
تر دې یوه ورځ مخکې، د ناروې د کلیسا مرستندویه ادارې (اېنسياې) خبرداری ورکړی و چې د اټکلونو له مخې، د راتلونکي ژمي پر مهال به نږدې ۱۹ اعشاریه ۲ میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس ۳۸ سلنه جوړوي، د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي.
دغه اداره وايي، د دغو کسانو د خوړو د کمښت به د بحراني کچې یا تر هغې هم لوړه وي