په کابل کې 'د پاکستان بمباریو کې څلور ملکیان وژل' شوي

AFGHANISTAN-PAKISTAN/

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر، یوناما ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په روانه جګړه کې تر ډېره مېرمنې او ماشومان قرباني کېږي.

یوناما د کابل د څرخي پله په سیمه کې د جمعې د شپې د بمباریو له کبله د ښځو او ماشومانو په شمول د څلورو کسانو د وژل کېدو او د ۱۴ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په یوې اعلامېې کې چې د جمعې په ورځ [مارچ ۱۳] د یوناما له دفتره خپره شوې، لیکل شوي: "موږ بیا د ملکي خلکو د زیاتې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د شخړو د درېدو غوښتنه کوو."

د یوناما د شمېرو له مخې، په تېرو دیارلسو ورځو کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوځي شخړې پيل شوي دي، ۷۵ ملکیان وژل شوي او ۱۹۳ تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تازه بریدونه نه وروسته د اېکس په پاڼې کې ولیکل چې بریدونه د کابل، کندهار، پکتیکا، پکتیا او ځینو نورو سیمو کې شوې دي.

مجاهد زیاته کړې چې پاکستان "په ځینو ځایونو کې ملکي کورونه ویشتي چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل او په ځينو ځایونو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړې دي".

د طالبانو ویاند تازه بریدونه "ښکاره تیری" بللی او پاکستان ته یې خبرداری ورکړی چې "دغه ظلم به بې ځوابه پاتې نشي".

د طالبانو د دفاع وزارت د جمعې په ورځ د ډرون الوتکې یوه ویډیو خپره کړه او ویې لیکل چې "افغان هوایي ځواکونو نن سهار د خیبر پښتونخوا کوهاټ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو ستراتيژیک نظامي مراکز او تأسیسات په نښه کړل."

که څه هم د پاکستان حکومت په کابل باندې د تازه بریدونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو پاکستاني رسنیو لیکلي چې د دغه هېواد وسله والو ځواکونو د جمعې په شپه په افغانستان کې د افغان طالبانو او ترهګرو روزنځایونه او حمایتي بنسټونه په نښه کړي دي.

د ډان ورځپانې لیکلي چې د پاکستان امنیتي سرچینو د جمعې د شپې عملیات تائید کړي دي. ورځپاڼې د سرچینو په حواله لیکلي چې کابل، کندهار او پکتیا کې ځیني اهداف په نښه شوي دي.

تازه بریدونو یو ځل بیا د افغان سیاستواله کلکه غوسه راپارولې ده. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پخپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې دی د پاکستان بریدونه په کلکه غندي او "د همسایتوب، بشري ارزښتونو او بین‌المللی قوانینو ښکاره او شدید تخلف یې بولي."

پاکستان وايي د پاکستاني طالبانو د تحریک مشران په افغانستان کې دي. طالبان دا ادعا ردوي او وايي چې چاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.