په پاکستان او ایران کې افغان مهاجرین د رای ورکولو حق نلري

په پاکستان کې افغان مهاجر

په ایران او پاکستان کې افغان کډول وايي چې دوی ته باید د رایې ورکولو حق ورکړل شوی وای، خو د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د امکاناتو د نشتوالي له امله یې ونشو کړای چې دغو مهاجرینو ته د رایې ورکولو زمینه برابره کړي.

په داسې حال کې چې افغان مهاجرین په دغو هیوادونو کې د خپلې استوګنې په اړه له یو نامعلوم سرنوشت سره مخامخ دي، هغوی ویره لري چې د هیواد راتلونکي پارلمان به د هغوی ګټې خوندي نه کړي.

دغه کډوال وايي څرنګه چې په ټاکنو کې د رایې ورکولو اجازه نه لري، نو هغوی به د راتلونکي پارلمان پر غړو کومه اغیزه ونلري.

د اکتوبر په شلمه نیټه په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو لپاره ټاکنې کیږي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون پریکړه کړې چې په ایران او پاکستان کې میشت افغان مهاجرینو ته په دغو ټاکنو کې د برخه اخیستلو اجازه ورنکړي.

تفصیل یې په دغه رپوټ کې وګورئ

Your browser doesn’t support HTML5

په ایران او پاکستان کې افغان مهاجرین