د سولې مخامخ خبرې په اسلام اباد کې پيلیږي

د غونډې ګډونوالو تر ډېره پر څلور ټکو ټېنګار وکړ چې په افغانستان کې جنګ ختم او سوله راشي.

په کابل کې د افغان حکومت، امریکا، چین او پاکستان په ملاتړ، له طالبانو سره د سولې د خبرو څلورمه څلور اړخیزه غونډه پای ته ورسېده.

د غونډې ګډونوالو تر ډېره پر څلور ټکو ټېنګار وکړ چې په افغانستان کې جنګ ختم او سوله راشي.

غونډې پرېکړه وکړه چې له طالبانو، حزب اسلامي او نورو ډلو له صلاحیت لروونکو استازو سرهبه د افغان حکومت د مخامخ خبرو کلک ملاتړ کوي.

د غوندې په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي" د ۲۰۱۶ کال د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به د پاکستان په کوربتوب له افغان حکومت سره د سولې د مخامخ مذاکراتو لومړي دور پلییږي. د دغو هڅو د بریالیتوب لپاره به یوه ګډه کاري ډله جوړیږي چې د افغان او پاکستاني دیني عالمانو ملاتړ او مرسته خپل کړي. "

د دغې کاري ډلې بله هڅه به دا وي چې د دواړو هېوادونو دیني علما وهڅوي چې تاوتریخوالي وغندي او پر ضد یې فتواوې ورکړي.

په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د مارچ له مذاکراتو وروسته به په اسلام اباد کې د سولې بله څلوراړخیزه غونډه وشي چې، ستونزې او پرمختګونه وارزوي.

په کابل کې د غونډې په پیل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پر طالبانو او افغان حکومت نورو مخالفو ډلو غږ وکړ چې د سولې په بهیر ګې ورګډ شي.

تراوسه لا وسله والو طالبانو د سولې د څلور اړخیزې غونډې د دغې پرېکړه په اړه څه نه دي ویلي .