طالبان هندي پانګوالو ته ځانګړي امتیازات ورکوي

د طالبانو حکومت په افغانستان کې هندي پانګوالو ته ځانګړي امتیازات په پام کې نیولي چې یو یې هم پنځه کاله مالیاتي معافیت دی.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، چې هند ته په سفر تللی، د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۴ د هند د صنعت او سوداګرۍ خونې په یوې غونډې کې د دغو امتیازاتو په اړه معلومات ورکړل.

عزیزي هندي پانګوالو ته وویل: «په تعرفو کې به ستاسو حمایت وشي، تاسو ته به ځمکې درکړو. هغوو شرکتونو ته به چې نویو پانګونو ته لیوال دي، پنځه کاله مالیاتي معافیت ورکړو.»

عزیزي همدغه راز وویل چې د افغانستان او هند ترمنځ د کرنې، روغتیا، درمل جوړونې، معلوماتي تکنالوژۍ، انرژۍ او نساجي په برخو کې د کډې همکارۍ لپاره ډېر ظرفیتونه شته. نوموړي وویل هغه هندي شرکتونه، چې د دغو پروژو لپاره ماشینونه او ماشین الات انتقالوي، کمه مالیه به ترې واخیستل شي. نوموړي وویل: «هندي شرکتونه چې د پانګونې لپاره ماشین الات انتقالوي، یوازې یو فیصد مالیه به ورکوي.»

د سرو زر د معدنونو استخراج یوه برخه ده چې طالبان هڅه کوي پانګوال ورته جلب کړي. عزیزي له هندي پانګوالو څخه وغوښتل چې په دې برخې کې ابتدايي کارونه وکړي. هغه وویل: «د سرو زرو استخراج تخنیکي او مسلکي ډلو او یا شرکتونو ته اړتیا لري. له تاسو غواړو چې خپلې ډلې واستوئ چې خپلې ارزونې او سپړنې پیل کړې او کار شروع کړي.»

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې له هندي پانګوالو څخه یې یوازینۍ غوښتنه دا ده چې د استخراج او تصفیې د لومړۍ مرحلې ټولې چارې په افغانستان کې وکړي چې افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي ستونزو ته په کتو، عزیزي له هند څخه وغوښتل چې د کابل او نوي ډهلي ترمنځ شته ستونزې حل کړي. هغه د ویزو ستونزه، هوايي دهلیز او بانکي راکړه ورکړه د لویو ننګونو په توګه یاد کړل.

هندي رسنیو راپور ورکړی دی چې د هند حکومت ویلي د کابل-نوي ډهلي او کابل-امرتسر ترمنځ هوايي دهلیز فعال شوی او له دې لارې به ژر پروازونه پیل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت لارو له بندېدو وروسته د طالبانو حکومت د نورو بدیلو تجارتي لارو د موندلو هلې ځلې پیل کړې دي.

د افغانستان او پاکستان د سودګرۍ ګډه خونه وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت د کال پنځه میلیارد ډالرو ارزښت لري، خو د ترانزیت د بندیدو له کبله دا اندازه یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوې ده. د طالبانو حکومت ادعا کوي چې له پاکستان سره یې د تجارتي لارو په بندېدو سره د «افغانستان په سوداګرۍ باندې هېڅ ډول منفي اغیز نه» دی شوی.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ټول افغانستان په کمرګونو کې یې «داخلي او بهرنیو سوداګرو ته یې پام وړ اسانتیاوې برابرې کړې، چې له پاکستان پرته د ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره له ستونزو پرته تجارت وکړي.»

په همدې حال کې د پاکستان حکومت ویلي دي تر څو پورې چې په افغانستان کې د «ترهګرو پناه ځایونه ختم شوي نه» وي، له افغانستان سره به تجارت بند وي.