د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د اسیا جام په روانو سیالیو کې خپله درېیمه پرلپسې لوبه هم وګټله. افغانستان په دې بري سره د روانو سیالیو نیمه پایلوبې ته ووت.
افغان لوبډلې دوشنبه (نومبر ۹) په عمان کې د سري لانکا د ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ۱۰۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان ځلمیانو خپل سري لانکايي سیالانو ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه. په افغان لوبغاړو کې سبحان ذاخېل سلیزه وکړه.
د سري لانکا د ۱۹ کلنو لوبډلې د افغانستان دا هدف پوره نه کړای شو او لوبه یې وبایلله. د سري لانکا ټوله لوبډله په ۱۶۹ منډو وسوځېده.
په افغان توپ اچوونکو کې نور علي ځاځي د سري لانکا څلور لوبغاړي وسوځول.
د لوبې غوره لوبغاړی سبحان ذاخېل شو.
افغانستان تر دې مخکې له بنګله دېش او مالیزیا څخه هم لوبې ګټلې وې. سبا سه شنبه به معلومه شي چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله به له چا سره په سیمي فاینل کې مخامخېږي، شاید په هند او پاکستان کې له یو سره مخامخ شي.
د سیمی فاینل لوبې د پنجشنبې په ورځ دي.