د افغانستان د رېل د کرښې کار پیل شو

په راتلونکو دوو کلونو کې به افغانستان له ترکمنستان سره د رېل کرښې په واسطه ونښلول شي. د فوايد عامې وزير نجيب الله هوژن او د بلخ والي عطا محمد نور په مزارشريف كې په يو ګډ خبري کنفرانس کې د بلخ او ترکمنستان تر منځ د رېل کرښې د جوړېدو د کار د پيل يادونه وکړه او زياته يې کړه چې د امو سيند پر څنډه د بلخ ولايت له کلدرا ولسوالۍ څخه تر ترکمنستان پورې د ۳۳۰ کيلو متره د رېل کرښې د جوړېدو چارې پيل شوې.

د ريل دغه کرښه به د بلخ له کلدار ولسوالۍ څخه پيل کيږي، له شبرغانه به تېرېږی او د فارياب ولايت د اقينې بندر له لارې به ترکمنستان ته رسېږي.

د فوايد عامې وزير وويل، چې د رېل دغه کرښه به د اسيايي بانک لخوا د ۴ ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت په راتلونکو دوه کلونو کې جوړه او ګټې اخيستنې ته چمتو شي. نوموړي زياته کړه، چې د يادې کرښې په جوړېدو به افغانستان د ترکمنستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته لاره پيدا کړي:،،د ريل د كرښې عملي كارونه تقريبا پيل شوي همدا اوس پيل شوي دي مونږ ددغې پروژې د جوړيدو پر وړاندې كومه ستونزه نه وينو مګر ددغې پروژې له مالي اړخه بايد مطمين او سو چې تر ډيره يې ستونزه حل ده چې د اسيايي بانك له خوا وركول كيږي. او له امنتي اړخه هم مطمين يم ځكه د ريل دغه كرښه چې د خلكو له سيمو تيريږ هغوي به ترې ساتنه كوي.،،

د هغه په وينا له دې سره به د کار د زمينې د پيدا کېدو سربېره د افغانستان سوداګري په ګړندۍ توګه پرمختګ وکړي.

كه د افغانستان او تركمنستان تر منځ د ريل دغه كرښه وغځول شي د خلكو لپاره به كار هم پيدا شي او ترڅنګ به يې د سوداګرو مالونه هم په ارزانه بيه افغانستان ته راورسيږي، اوس مهال له اروپا يي هيوادونو څخه د سوداګرو مال له يوې مياشتې څخه په كمه موده كې نه شي رارسيداي خو كه د ريل دغه كرښه جوړه شي نو له اروپا څخه به د سوداګرو توكي په لسو ورځو كي راورسيږي.

د بلخ والي عطا محمد نور هم د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ريل کرښه د افغانستان د سوداګرۍ د ښه کېدو لپاره له ټولو ښه لاره وبلله. او زياته يې كړه چي دوي غواړي په افغانستان كې سوداګريز مركز جوړ كړي او زياته يي كړه: ،، كه يو سوداګريز مركز دلته جوړ شي او نړيوال سوداګر راجذب كړاي شو او د سوداګريزو موادو لپاره دا سيمه يو مركز شي نو اروپا خليج فارس روسيه او جنوبي اسيا له دي سيمې وصليداي شي، چي دا سيمه به د سوداګرو لپاره د پام وړ وي.،،

د يادولو وړ ده، چې له دې مخکې هم د ازبکستان او افغانستان تر منځ د حيرتان بندر له لارې د رېل کرښه غځېدلې ده. دغه کرښه، چې د حيرتان بندر او مزراشريف ښار تر منځ ۷۹ کيلومتره اوږده غځيدلې ده، له تېر يو کال را په دې خوا يې چارې بشپړې شوي دي.

ګل رحیم نیازمن، مزارشريف