یونان کې د یو افغان کډوال د نیولو په تړاو د افغانستان غبرګون

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په یونان کې د یو ۲۶ کلن افغان کډوال د نیولو په تړاو غبرګون کې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري امریکا غږ ته وویل دغه افغان کډوال او یو شپږ کلن ماشوم یې د پناه غوښتونکو په یوې ۲۵ کسیزه ډله کې شامل وو او وروسته له هغې نیول شوی چې زوی یې په اوبو کې ډوب شو.

ښاغلي انصاري وویل: "د یونان د پولې ساتونکو د دوشنبې په ورځ وویل چې یو ۲۳ کلن کډوال یې د بیړۍ د چلولو او د کډوالو د قاچاق په تور نیولی دی او د ډوب شوي ماشوم ۲۶ کلن پلار یې هم د خپل زوی د ژوند په خطر کې د اچولو په تور توقیف کړی دی".

د یونان د قوانیونو له مخې که یو پلار د خپل اولاد ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي ورته تر لسو کلونو د حبس سزا ورکول کېږي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په یو بیان کې د یوناني چارواکو دغه اقدام بې‌ساری بللی او ټینګار یې کړی: "د کوربه هېواد له لورې محکمې ته د دغه دردېدلي پلار کشول یوازې د هغه غم او درد زیاتوي او بس، موږ د یونان له ملګري هېواد څخه غوښتنه کوو ترڅو د دغه افغان کډوال بشري حقونو ته پاملرنه وکړي".

دغه وزارت همداشان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د یونان په پلازمینې اتن کې د افغانستان د سفارت له چارواکو څخه غوښتي چې یاده مسله له ډیپلوماټیکو لارو چارو حخه تعقیب کړي ترڅو دغه افغان پناه‌غوښتونکی بېرته خوشې او بشري حقونه او انساني کرامت یې خوندي شي.