د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دا ناورغي لا هم د افغانستان د عامې روغتیا په برخه کې د یو لوی ګواښ په توګه پاتې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۴ (حمل پنځم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغي د مخنیوي او درملنې وړ ناروغي ده، خو په وخت ددغې ناروغۍ د نه تشخیص په صورت کې کیدای شي چې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو د مړینې سبب شي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو له مخې د نري رنځ ناروغي هرکال په افغانستان کې د ۱۰ او ۱۲ زرو ترمنځ کسانو ژوند اخلي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ زره د نري رنځ پیښې ثبت شوې وې، چې ددې ډلې ۷۶ زره پیښې ددې ناروغۍ عادي پیښې او ۳۷۰۰ نورې یې د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکي پیښې وې.
د مارچ ۲۴ هرکال په نړۍ کې د نري رنځ (TB) د ناروغۍ د ضررونو پر وړاندې د عامه پوهاوي او ددغې ساري ناروغۍ د پای ته رسیدلو د ورځې په توګه نمانځل کیږي.
د نري رنځ د ناروغۍ متخصص ډاکټر هاشم خان امیرزاده وايي چې دا ناروغي یوه ساري او انتاني ناروغي ده چې د هوا، تنفس، ټوخي او پرینجي له لارې پر دغې ناروغۍ د اخته شوي کس څخه بل روغ انسان ته سرایت کوي.
د نري رنځ د ناروغۍ متخصصان وايي چې دا ناروغي یوه عفوني ناروغي ده چې د باکتریا پواسطه اکثره ددغې ناروغۍ په سره کې د یو انسان سږي پرې اخته کیږي.
ډاکټران ددې ناروغۍ په علایمو کې کله کله د وینې سره ګډ ټوخی، د سینې درد، کمزورتیا، د وزن کمیدل، ستړیا اود شپې له خوا خولې کول ښيي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د نري رنځ ناروغي په یوه نړیواله ناروغۍ بدله شوې چې عمومي روغتیا ته یې یو جدي خطر رامخ ته کړی دی.
دغه سازمان ویلي چې په نړۍ کې اوس مهال د نري رنځ ناروغۍ ته د پای ټکی ایښودل یو ډیر ستونزمن کار دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د هیوادونو له مشرانو غوښتي چې په فعال ډول دې د نري رنځ د ناروغۍ پای ته رسولو په برخه کې په خپلو ژمنو باندي عمل وکړي او دغې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې دې مالي سرچینې زیاتې کړي.