د ملګرو ملتونه په وینا په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د کډوالو په راستنیدو کې د پام وړزیاتوالي راغلی او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه ۲.۸ ملیون څخه ډیر افغانان بیرته خپلو هیواد ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهیسې له دریو میلیون څخه ډیر کډوال افغانستان ته راستانه شوي، دغې ناڅاپي راستنیدنې د وګړو په شمیر کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راوستی چې د ګوتو په شمېر اساسي جوړښتونه او د عامه جوپړتیا مرکزونه يي تر فشار لاندې را وستي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د هبیټاټ پروګرام مشره، سټیفني لوس وايي چې تر ۷۰ سلنه پورې ښاري سیمې په حقیقت کې غیر پلاني دي.
لوس زیاته وي: «دا پدې مانا چې جوپړتیا پکې نشته. دا پدې مانا ده چې خلک مناسب کورونه نه لري. لومړنيو چوپړتیاو ته لاسرسی خورا کم دی لکه د زدکړو او روغتیایی اسانتیاوې چې د خلکو لپاره د ژوند اصلي شرط معنی لري. دا په بشپړ ډول ناکافي دي.»
د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي چې د افغانستان اقتصاد لا هم د ټیټې ودې او لوړې بې ثباتۍ په حالت کې دی، چې د کډوالو پرله پسې راستنېدو، اقلیمي پېښو او سیمی یزو سوداګریزو ستونزو له امله اغېزمن شوی دی. که څه هم اقتصادي فعالیتونه یو څه ښه شوي، خو د سړي سر عاید کم شوی چې د خلکو د ژوند پر کچه فشار زیاتوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیواله اداره په یو راپور کې وايي سره له دې چې نسبي رغونه شوې، د افغانستان اقتصاد د ټیټې ودې او لوړ زیان منونکي حالت کې پاتې دی. د سړي سر ناخالص کورني تولید د نفوسو د چټکې ودې، د راستنیدونکو دوامداره راتګ، د اقلیم د بدلونونو، سیمه ایزو سوداګریزو خنډونو او د طالبانو لخوا د د ښځو په کار بندیزونو له امله کم شوی دی.
سټیفني لوس همدا شان وویل چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یو ګډ راپور خپورکړی، دغه راپور دا روښانه کوي چې محدودیتونه په وګړو باندې خورا لوی اغیزه لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د هبیټاټ پروګرام مشره،وايي: «تاسو پوهیږئ، هبیټات هم هغه راپور بشپړ کړی دی چې د افغانستان په ښاري سیمو کې د لس جنسیتي تشو په نوم یادیږي، کوم چې زموږ د خپلو څیړنو پراساس دی چې په ځانګړي ډول په ښاري سیمو کې د ژوند شرایط څنګه په ښځو او نجونو اغیزه کوي.»
د ملګرو ملتونو راپورنه وايي چې د افغانیو ارزښت د ډالر پر وړاندې نسبتاً ثابت پاتې شوی، خو بیا هم د توکو بیې لوړې شوې دي، په ځانګړي ډول خوراکي توکي. د کار بازار کمزوری دی او د کار فرصتونه محدود دي، چې د خلکو عاید یې تردې حده کم کړی چې یو عادي کارګر یوازې د اړینو خوراکي توکو یوه برخه برابرولای شي.