دراني: سلګونه پرمختیايي پروژې پلې شوي

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر امریکا ته راغلی چې له بسپنه ورکونکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وايي په شاوخوا اتو میاشتو کې یې د میلیونونو ډالرو په ارزښت یې په ٣۴ ولایتونو کې سلګونه پروژې پلې کړي دي.

وزیر درانی وايي په دوی کې د اوبو رسولو،انرژۍ، ترانسپورت، پوهنې، روغتیا او نورو پراختیايي چارو پروژې شاملي دي.

ښاغلی درانی اوس د مرستو د جلبولو په موخه متحده ایالاتونو ته راغلی دی.

ښاغلي درانی په واشنکټن کې د امریکا غږ اشنا تلویزون دفتر ته هم وربلل شوی و، له هغه سره مرکه دلته وګورﺉ:

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کلیو د پراختیا د وزیر نصیر احمد دراني مرکه