د افغانستان امنیتي حالات او په اړه یې اندیښنې

Your browser doesn’t support HTML5

په دې وروستیو کې په بدخشان او کندز کې د یاغیانو په بریدونو کې د افغان امنیتي ځواکونو لسگونه سرتیري او په لسګونو وسله وال مخالفین وژل شوي. راپورونه ښیي چی د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ترهگرو فعالیتونه زیات شوي. په شمالي ولایتونو کې افغان ځواکونه څومره د مخالفو وسلوالو بریدونو په وړاندې چمتو دي؟ په ولسې جرگه کې د بغلان ولایت استازې شکریه عیسی خیل په دې اندیښنې خبرې کوي: