افغانستان د هالنډ په خلاف لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه ؛ نبي او نوین لوبډله کې نشته

په اعلان شوې لوبډلې کې تر ډیره ځوانو لوبغاړو ته فرصت ورکړل شوی.

د افغانستان کرکټ بورډ د هالنډ د لوبډلې سره د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړله چې ډیره برخه پکې نویو او ځوانو لوبغاړو ته ورکړل شوې.

دا لوبې د همدې روانې جنوري د میاشتې په ۲۱مې د افغانستان په کوربه توب په قطر کې پیلیږي.

په اتلس کسیزه لوبډله کې چې مشري یې حشمت الله شهیدي کوي د ریاض حسن، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، فضل حق فاروقي او محمد سلام صافي په نامه نویو او ځوانو لوبغاړو ته فرصت ورکړل شوی.

په اعلان شوې لوبډله کې د افغانستان یو تر ټولو مجرب او مشر لوبغاړی محمد نبي نشته. د کرکټ بورډ په اعلامیې کې راغلي چې ښاغلي نبي " غواړي چې پرځای یې ځوان لوبغاړي ولوبیږي".

محمد نبي چې د افغانستان د شلو شلو اورونو د لوبډلې کپتان هم دی اوس مهال په اسټرالیا کې د بګ بش په تجارتي سیالیو کې لوبه کوي.

په لوبډلې کې د افغانستان د تیز توپ اچونکي نوین الحق نوم هم نشته. ښاغلي نوین څه موده وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ نه د یو ورځنیو لوبو د نه کولو غوښتنه کړې وه او ویلي یې و چې غواړي د شلو شلو اورونو د نړیوال جام لپاره تیاری ونیسي.

د افغانستان او هالنډ تر منځ دا لوبې د کرکټ د نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه ده چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام د غوراوي لپاره کیږيچې ټاکل شوې په هند کې وشي.

افغانستان د نړیوال جام د سوپر لیګ لپاره خپلې لومړنۍ لوبې تیر کال د آیرلنډ د لوبډلې سره کړې وې چې درې واړه یې یې ګتلې وې او ۳۰ پواینټه لري.

د کرکټ د نړیوالې شوارې د پریکړې له مخې د پواینټونو له مخې یوازې د سر اته لوبډلې د ۲۰۲۳ یو ورځنیو نړیوام سیالیو ته لار پیدا کوي. افغانستان اوس په یوولسم مقام کې دی.