د افغانستان په اړه د بریتانیا، سویس او ناروې د ډیپلوماټانو خبرې

د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي، په پاکستان کې د ناروې سفیر سیګوالډ هاګ او په پاکستان کې د سویس سفیر سټیفن ری په اسلام‌اباد کې په یوه لیدنه کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

په اسلام‌اباد کې د سویس سفارت د خپلې ټولنیزې شبکې اېکس له لارې په یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی. دغه سفارت د دوامدار نړیوال تعامل، د شریکانو ترمنځ د نږدې همغږۍ او د سیمې له هېوادونو سره د پرله‌پسې خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ریچارد لېنډسي، چې په دې وروستیو کې یې کابل ته سفر کړی، په اېکس کې په یوه خپاره کړي پوسټ کې لیکلي چې د طالبانو د حکومت له وزیرانو، نادولتي سازمانونو او مدني ټولنې سره یې په لیدنو کې د سیمه‌ییز ثبات ، له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تأمین پر اړتیا ټینګار کړی دی.

یو شمېر اروپايي هېوادونو له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې او ځینو یې د طالبانو د حکومت له خوا ورپېژندل شوي ډیپلوماټان منلي دي. ځینو اروپايي هېوادونو، د جرمني او فرانسې په ګډون، د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي چې په اروپا کې یې جرمونه کړي دي.

تر دې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ ته په یوه ځانګړي ځواب کې د نړۍ له هېوادونو غوښتي وو چې «د هغو اقداماتو په ترسره کولو کې له احتیاطه کار واخلي چې ښايي د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو د ملاتړ لامل شي.»

د افغانستان په اړه د بریتانیا، سویس او ناروې د ډیپلوماټانو دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو د څرنګوالي په اړه لا هم بحثونه روان دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د روسیې نه پرته بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د بشري مرستو، امنیتي اندېښنو، کډوالۍ او سیمه‌ییز ثبات په برخو کې یې له دې ډلې سره عملي اړیکې ساتلې دي.

بریتانیا، سویس او ناروې د هغو اروپايي هېوادونو له ډلې دي چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار حقونو ته د درناوي غوښتنه کوي.

په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار د طالبانو محدودیتونو د نړیوالې ټولنې اندېښنې زیاتې کړې دي.
په ورته وخت کې، د افغانستان اقتصادي ستونزې، بشري ناورین او د ترهګرۍ اړوند امنیتي ګواښونه د نړیوالو ډیپلوماټیکو بحثونو مهم موضوعات پاتې دي.

د دغو ډیپلوماټانو وروستۍ لیدنه ښيي چې اروپايي هېوادونه غواړي له افغانستان سره د تعامل لپاره ګډه او همغږې تګلاره ولري. له یوې خوا، دوی د سیمې د امنیت او ثبات لپاره له طالبانو سره د خبرو اترو اړتیا ویني خو له بلې خوا، د بشري حقونو، د ښځو د ازادیو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د خپلو غوښتنو پر عملي کېدو ټینګار کوي.