د رحمت شاه په کپتانۍ کې د افغانستان لومړۍ نړیوالې سیالۍ

ایرلنډ د پنځو نړیوالو لولو لپاره افغانستان وربللی دی.

ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه (اګست پنځمه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ د بیلفسټ په ښار کې له کوربه هېواد سره د پنځو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ پیل کړي.

افغان لوبډله شاوخوا یوه اونۍ مخکې بریتانیا ته ورسېده او د مانچستر په ښار کې یې دغو سیالیو ته یو لړ تمرینونه هم وکړل.

دا به د نوي کپتان رحمت شاه په مشرۍ د افغانستان لومړۍ لوبه وي.

رحمت شاه د مخکني کپتان حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته د افغانستان د یوې ورځنیو او ټست لوبو کپټان وټاکل شو.

دا په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې لومړی ځل دی چې ایرلنډ افغانستان د کرکټ د سیالیو لپاره وربولي او کوربتوب یې کوي.

افغان کپتان رحمت شاه هیله ښودلې ده چې له ایرلنډ سره به ښې لوبې کوي او هڅه به یې دا وي چې د پنځو لوبو دا لړۍ وګټي.

د افغانستان د فوټسال لوبه

په ورزشي خبرونو کې یو بل خبر دا دی چې د افغانستان د فوټسایل ملي لوبډله هم د کانټینېنټل په سیالیو کې لوبېږي. تر دې دمه یې دوې لوبې کړې او دواړه یې بایللې دي.

تېره ورځ ترې ویتنام دوه یوه لوبه وګټله او بله لوبه ترې تایلنډ ۶-۱ وګټله.

درېیمه لوبه یې سبا له روسیې سره ده او وروستۍ لوبه یې د پنجشنبې په ورځ له نیوزلنډ سره ده.

دا سیالۍ په ټایلنډ کې دي او د کوربه په ګډون، افغانستان، روسیه، ویتنام او نیوزلنډ هم په کې دي.