ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه (اکتوبر شپږمه) د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوو ټست لوبو لړۍ او په همدې حال کې د ۱۹ کلنو لوبډلو د اسیا جام سیالۍ پیل شي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوو ټست لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د شارجې د کرکټ په نړیوال میدان کې کېږي.
افغانستان د دغو لوبو کوربه دی. افغان کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبډلې دغو سیالیو ته پوره چمتوالی نیولی دی.
د زمبابوې لوبډلې له څو اوونیو راهېسې په متحدو عربو اماراتو کې ده.
افغانستان او زمبابوې تر دغو ټست سیالیو مخکې درې شل اوریزې سیالۍ هم وکړې چې افغانستان په کې زمبابوې ته ۳-۰ ماتې ورکړه.
د ۱۹ کلنو د اسیا جام سیالۍ
بل لوري ته په عمان کې د اسیا د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل کېږي.
افغانستان د اسیا کپ په دغو سیالیو کې په بې ګروپ کې دی.
د افغان ځوانانو لومړۍ لوبه د پنجنشبې په ورځ له بنګله دېش سره ده.
افغانستان او بنګله دېش څه موده مخکې څلور یوه ورځنۍ سیالۍ وکړې چې ۲-۲ مساوي پای ته ورسېدې.
د افغانستان دویمه لوبه له مالیزیا او درېیمه یې د اکتوبر په نهمه نېټه له سري لانکا سره ده.