د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې دي د ایران سمندري محاصرې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د میندو او ماشومانو لپاره د حیاتي خوراکي توکو پر زېرمو اغېز کړی، وایي چې اوس وخت رارسېدلی چې طالبان د افغانستان د خلکو روغتیا او هوساینې ته پاملرنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي چې د پاکستان د سرحدونو تړل کېدو دغه اداره اړ کړې چې خپل بارونه د ایران او دوبۍ له لارې انتقال کړي، خو د امریکا او اسراییلو د ایران پر ضد جګړې له امله سمندري محدودیتونو او د ایران د بندرونو محاصرې دغه بدیله لاره هم تړلې ده، او په افغانستان کې د خوارځواکو میندو او ماشومانو لپاره حیاتي خوراکي زېرمې پای ته رسېدلې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ افغان څانګې ته ویلي چې: "د طالبانو له واک ته رسېدو څخه تر څلورو کلونو زیات وخت تېر شوی، اوس وخت رارسېدلی چې طالبان د افغانستان د خلکو د روغتیا او هوساینې په ملاتړ کې رغنده رول ولوبوي."
دغه وزارت وایي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرمان پر بنسټ، امریکا خپلې ټولې هغه مرستې ځنډولې دي چې ممکن طالبانو ته ورسېږي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هرمز تنګي د بندېدو په اړه ویلي وو چې دا تنګی باید "په هر حالت کې " خلاص اوسي، او هغه څه چې په هرمز تنګي کې روان دي "غیرقانوني" دي.
روبیو د روانې اوونۍ په ترڅ کې هند ته د خپل سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: " سمندري لارې باید خلاصې وي. په هر حال کې باید خلاصې وي، نو باید خلاصې پاتې شي. څه چې هلته روان دي غیرقانوني دي، د نړۍ لپاره بېثباتي رامنځته کوي، او د منلو وړ نه دي. زه د نړۍ هېڅ هېواد نه پېژنم چې داسې کار وکړي."
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د تېر کال د اکتوبر راهیسې د افغانستان او پاکستان د پولې تړل کېدو، او همدارنګه په منځني ختیځ کې د جګړو زیاتېدو، په افغانستان کې د دې ادارې د بېړني غبرګون پر وړاندې جدي ننګونې رامنځته کړې دي.
کورین فلیشر، چې په جنیوا کې د خوړو نړیوال پروګرام د اکمالاتو مشره ده، د منځني ختیځ د جګړې د اغېزو په اړه په خپلې وینا کې وویل: "په افغانستان کې ۱۷ میلیونه خلک د خوړو خوندیتوب نلري. موږ باید هغوی ته ورسیږو. موږ د مرستو یوه لویه برخه له پاکستانه برابروو، خو دا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ستونزو له امله اغېزمنه شوه. نو موږ یې مسیر بدل کړ چې د ایران له لارې انتقال شي. خو کله چې زموږ بارونه د ایران بندرعباس ته د رسېدو په حال کې وو، جګړه پیل شوه."
د ملګرو ملتونو دغې چارواکې وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام اوس اړ شوی چې دا مرستې د سعودي عربستان او د دوبۍ له لارې برابرې کړي، چې د هغې په وینا زیات وخت او لګښت ته اړتیا لري.