د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ (د اپریل ۶مه) د مرکزي اسیا د هیوادونو د اتلولۍ (کافا) په لومړۍ لوبه کې د قرغیزستان په وړاندې ۲-۱ ماتې وخوړه.
افغانستان د ګول وهلو لپاره ښه چانسونه درلودل خو ونه توانېدل چې ګټه ترې واخلي. د لوبډلې لسم نمبر لوبغاړي حسیب الله امیري د لوبې په دویمه نیمایي کې د یو ګول وواهه.
دا سیالۍ چې د دوشنبې په ورځ (د اپریل ۶مه) د اوزبیکستان په تاشکند کې پیل شوې، چې افغانستان، اوزبیکستان، قرغیزستان، تاجیکستان او ترکمنستان - په کې دي. ایران له امریکا او اسرائیل سره د روانې جګړې له امله په سیالیو کې نه شته.
د دې ټورنمنټ د دوشنبې د ورځې دویمه لوبه د ترکمنستان او تاجیکستان د ځوانو ټیمونو ترمنځ کیږي.
د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې راتلونکې لوبه به د سې شنبې په ورځ، د اپریل په ۷مه، د افغانستان په وخت د ماښام په پنځو بجو د ترکمنستان په وړاندې ترسره شي.
د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي فوټبال ټیم به د اپریل په ۹مه د اوزبیکستان په وړاندې او خپله وروستۍ لوبه به د اپریل په ۱۱مه د تاجیکستان په وړاندې ترسره کړي. د لیګ وروستۍ لوبه به د اپریل په ۱۳مه د ازبکستان او تاجکستان ترمنځ ترسره شي.
دا سیالۍ د "لیګ" په ډول تنظیمیږي او هغه لوبډله چې له څلورو لوبو وروسته تر ټولو ډېرې نمرې ولري، د مرکزي آسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو د جام اتلولي به وگټي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتي دفتر مشر مصطفی هاشمي د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته وویل چې د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي فوټبال ټیم د مشر روزونکي علي احمد یارزاده تر څار لاندې (کافا) سیالیو لپاره د فزیکي او ذهني چمتووالی په خاطر "په کابل کې دوه میاشتې روزنیز کمپ کې تیرې کړی
د CAFA په جام کې د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي فوټبال لوبډلې د شتون سربیره، دوه لوبڅاران به هم په جام کې د افغانستان استازیتوب گډون لري.
مصطفی هاشمي امریکا غږ ته وویل چې سید ننګیالي سادات د مرستیال ریفري په توګه او محمد اشرف حسین زاده د مرکزي ریفري په توګه د مرکزي آسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو په جام کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون استازیتوب کوي.
د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې مخکې له دې په ۲۰۲۴ کال کې تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان ته ماتې ورکړې وه او د مرکزي آسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو جام (CAFA) یې ګټلی و.