د افغانستان ۱۶ کلنو فوټبال ملي ټیم ایران ته ماتې ورکړه

د افغانستان د شپاړس کلنو فوټبال ملي ټیم دا مهال په دوشنبه کې دی او د مرکزي اسیا د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې دوه نورې سیالۍ هم لري.

د افغانستان د شپاړس کلنو د فوټبال ملي ټيم د مرکزي اسیا د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې تیر ماښام ( زمري ۷مه) د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې خپل سیال ایراني ټيم ته یو د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.

د مرکزي اسیا د فوټبال د نړیوال جام د قهرمانۍ دا سیالۍ د جمعې په ورځ په دوشنبه کې پیل شوي دي.

په دې سیالیو کې افغانستان،ازبکستان، ایران، قرغیزستان او تاجکستان د شپاړس کلنو فټبال ملي ټیمونه برخه لري.

په یوه ډیره په زړه پورې لوبه کې زکریا حسیني ګول ووهه او افغانستان له ایران څخه ۱-۰ لوبه وګټله. زکریا حسیني د دې وړاندې هم دوو نورو سیالیو کې دوه ګولونه وهلي وو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د وینا له مخې افغانستان ملي ټیم د ۷ امتیازو په ترلاسه کولو سره د کوربه هیواد تاجکستان وروسته د دغو سیالیو په دوهم قطار کې ولاړ دی.

ټاکل شوې د افغانستان د شپاړس کلنو د فوټبال ملي ټیم به نن د سه شنبې په ورځ د ازبکستان د ملي ټیم او سبا ته د چهارشنبې په ورځ د تاجکستان د ملي ټیم سره لوبې وکړي.

د دغو روانو سیالیو په ترڅ کې لومړی د افغانستان د شپاړس کلنو د فټبال ملي ټیم د قرغیزستان د شپاړس کلنو د ملي ټیم سره لوبه وکړه، چې دوه – دوه مساوي پای ته ورسیدله.

افغانستان ملي ټیم خپله دوهمه لوبه د ترکمنستان د ملي ټیم څخه هم د یو د صفر په مقابل کې ګټلې وه.