ویسټ انډیز غواړي شهزاد د دوي په کورني کرکټ کې ولوبیږي

د افغانستان کرکټ ورځ تر بلې مخ په لوړې روان دی او ویسټ انډیز غواړي دوي سره دې سفر کې ملگری شي، دا خبرې د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ مشر ډیو کمیرون د امریکا غږ سره د امریکا د فلوریډا په ایالت کې کړیدي.

ډیو کیمرون چې د امریکا د کرکټ شورا په بلنه د یو ایس اوپن کرکټ په شل اوریزو سیالیو د نندارې دپاره راغلی و، د افغانستان د لوبغاړو د لوبې نه یې هم خوند واخست.

د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ مشر وايي شهزاد ېې د خوښې افغان لوبغاړی دی

ډیو کیمرون وویل چې افغان لوبغاړو کې محمد شهزاد د خوښې لوبغاړی دی او غواړي چې د ویسټ انډیز په کورنیو کرکټ سیاليو کریبین پریمیر لیگ یا سي اي پی ایل کې هم ولوبیږي. هغه وویل شهزاد زما وړوکی لوبغاړی دی او د هغه د لوبې نه خاص خوند اخلم.

افغانستان د وسټ انډیز کرکټ ټیم ته په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې ماتې ورکړې وه

د افغانستان سره د کرکټ د راتلونکو سیالیو په اړه د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ مشر وویل ده په فلوریډا کې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم دانش سره خبرې کړیدي او دې وغږیدل چې افغانستان سره بل کال ته ویسټ انډیز کې اته سیالۍ ولري چې دې کې پینځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ شاملي دي.

هغه دا هم وویل چې ویسټ انډیز به د افغانستان سره راتلونکي وخت کې دوبۍ کې لوبي ولري خو د وخت او سیالیو د تشکیل په اړه لا کومې موافقې ته نه دي رسیدلي.

ډیو کیمرون افغانستان کې د کرکټ پرمختیا وستایله او وې ویل چې ویسټ انډیز که څه هم چې خپله ېې هم د کرکټ چارې د یو لړ ستونزو سره مخ دي خو بیا به هم چې د افغانستان سره د کرکټ په پرمختگ کې هر لړ کومک کیدی شي هغه به کوي.