له نیمایي زیاتې افغانې خبریالې له جنسي زورونې سر ټکوي

په سلو ٥٣ ښځینه خبریالانو ویلي دي چې کورنۍ یې د هغوی له کار سره مخالفت لري.

د کار په محیط کې جنسي ازار او زوریدنه، په رسنیو کې د ښځو او نجونو د کار څخه د کورنیو او خپلوانو ناراضيتوب او د معاش لږوالی په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو اساسي ستونزې دي.

د افغانستان د خبریالانو د مصوونیت کمیټې د ښځینه خبریالانو د کار په اړه د لومړنۍ نظرپوښتنې په خپرولو سره ویلي دي چې د کار د زیاتو زمینو شتون د ښځینه خبریالانو لپاره د مثبتو ټکو څخه دی. خو رپوټ وایي چې ښځینه خبریالانې د نارینو په پرتله له لږو کاري صلاحیتونو څخه برخورداره دي.

د خبریالانو د مصؤنیت د کمیټې رئیس نجیب شریفي وویل چې د کابل، بلخ، ننگرهار، کندز، هرات، کندهار او خوست ١٠٠ ښځینه خبریالانو په دغه نظرپوښتنه کې گډون کړی و چې په سلو ۶۹ یې د رپوټ د برابولو پر وخت د خلکو له لورې د زورونې نه شکایت کړی دی او په سلو ٥٩ یې ویلي دي چې په دفتر کې د جنسي ازار او زورونې سره مخامخ شوي دي.

ښاغلي شریفي وویل چې د دې نظر پوښتنې په سلو کې ٥٣ گډون کوونکو ویلي دي چې د کورنۍ غړي یې په رسنیو کې د هغوی له کارکولو څخه خوښ نه دي. هغه زیاته کړه چې په سلو کې ٢٥ گډون کوونکو په کابل کې، پنځوس فیصدو په بلخ، او ٨٠ په سلو کې په کندهار کې ویلي دي چې د کورنیو له نظره ښځې په رسنیو کې د کار کولو حق نه لري.

همداشان دغه نظرپوښتنه ښي چې په سلو کې ٨٥ کورنیو په دغو اوه ولایتونو کې ویلي دي چې ښځې د حجاب د لرلو او د تگ راتگ لپاره په ټاکلي وخت کولای شي د خبریالۍ دنده تر سره کړي.

ددې نظرپوښتنې بل مورد جنسي تبعیض یا توپیر دی او څرگندوي چې ښځینه خبریالانې کولای شي د نارینو په پرتله ژر په رسنیو کار ومومي چې دغه شمیرې په ننگرهار او کندهار کې ٩٥ فیصدو ته رسیږي.

همداشان په سلو ۴٢ ښځینه خبریالانو ویلي دي چې په رسنیو کې کار کول ددې سبب کیږي چې میړه ونه مومي او کورنۍ تشکیل کړي.

د افغان ښځینه خبریالانو د شبکې د مدیره هیات غړې روشني یحیی د امریکا غږ ته ویلي دي کله چې یې د خبریالۍ کار پیل کړ د کورنۍ له لورې له خنډونو سره مخامخ شوه، ځکه کورنۍ یې په رسنیو کې د هغې له کار په ځانگړې توگه په تصویري رسنیو کې د کار کولو سره موافقه نه درلوده.

میرمن یحیی د ښځینه خبریالانو دوهمه ستونزه په ټولنې پورې اړوند گڼي او د خپلې شخصي تجربې په یادولو سره یې وویل د افغاني ټولنې غړي د معلوماتو د نه لرلو په دلیل فکر کوي چې ښځینه خبریاله بد اخلاقه ده او د ټولنې دغه منفي نظر د ښځو خبریالۍ زیان رسوي.

که څه هم چې د افغانستان قوانین ښځو ته حقژ ورکوي چې د نارینو په څیر په ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه واخلي، خو د ښځو په وړاندې منفي نظر چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې پراخ شوی ښځینه خبریالانې یې له بل هر وخت څخه زیاتې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.