افغانان په ټولنیزو رسنیو کې په پاکستان د بندیز لګولو غوښتنه کوي

افغانان پاکستان تورنوي چې په افغانستان کې په جګړې کې دخیل دی

په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي وروسته افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې په پاکستان باندې د بندیز لګولو لپاره یو لوی کمپاین پیل کړی دی.

افغانان په فیسبوک او ټویټر باندې (SanctionPakistan#) هشتګ کاروي او تر دې دمه لسګونه زره ځلې کارول شوی دی.

د افغانستان حکومت او ډېر شمېر افغان په دې باور دي چې پاکستان په خپلې خاورې کې طالبانو ته روزونه ورکوي، تجهیز کوي، افغانستان ته یې د جګړې لپاره استوي او مشران یې ساتي. همدغه راز دوی وايي چې د افغانستان په جګړه کې د زخمي طالبانو درملنه هم د پاکستان په روغتونونو کې کیږي.

په پاکستان باندې د بندیز لګولو په دغه کمپاین کې افغان مدني فعالان، ټولنیز فعالان، خبریالان، ورزشکاران او د ټولنیزو رسنیو نور کاروونکي شامل دي.

دوی همدغه راز پاکستان تورنوي چې په افغانستان کې یې نیابتي جګړه پیل کړې ده.

دا کمپاین له هغه وروسته پیل شو چې د افغانستان لپاره د کاناډا یو پخواني سفیر کرس الکساندر وویل که په افغانستان کې د جګړې ختمېدل غواړی، په پاکستان باندې باید بندیز ولګوي.

خو پاکستاني چارواکي وايي چې اسلام اباد په افغانستان کې سوله غواړي او افغانان باید پاکستان د خپلې هرې ستونزې علت ونه ګڼي.

څه موده مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ښکاره وویل چې د افغانستان د مشکلاتو پړه باید په پاکستان باندې وانه اچول شي.

په ملګرو ملتونو د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي دي چې پاکستان د افغانستان ښه ګاونډی دی او په سولې او ثبات کې یې مستقیم رول لري.

نوموړي دا خبرې له هغه وروسته وکړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان په اړه په جوړې شوې غونډې کې پاکستان د ګډون اجازه ورنکړل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په خیبرپښتونخوا کې «پښتون قامي جرګه» کې یو شمېر سیاستوالو د پاکستان حکومت یې تورن کړ چې په افغانستان کې په روانې جګړې کې دخیل دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا سفارت د (ceasefire#) (اوربند) هشتګ کاروي او له دواړو غاړو غواړي چې جګړه بنده کړي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو بریدونه زیات کړي چې ډېر خلک په کې وژل شوي او زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.