د کرکټ شپږیزه سیالۍ په انځورونو کې

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس عبدالهادي مسلمیار د کابل د شپږیزه سیالیو له یو شمیر لوبغاړو سره د عکس اخیستو په حال کې. د کابل د شپږیزه لیګ سیالیو د پرانستې غونډه د سه شنبې په شپه د یو لړ رنگینو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه ،چې د اور لوبو او موسیقۍ ننداره هم پکې شامله وه.

د کابل په شپږیزه لیګ کې د بند امیر ښامارانو د لوبډلې کپتان محمد نبي، سپین غر زمریانو خلاف سیالۍ کې. د دغو سیالیو د لومړۍ ورځې به دوو سیالیو کې د بند امیر ښامارانو د سپین غر زمریانو ته او د کابل بازانو د امو نهنگانو ته ماتې ورکړه.

د کابل په شپږیزه لیګ کې د بند امیر ښامارانو د لوبډلې کپتان محمد نبي، سپین غر زمریانو خلاف سیالۍ کې.

د کابل په شپږیزه لیګ سیالیو کې د بند امیر ښامارانو د لوبډلې لوبغاړي د لوبې د پیل کیدو په مراسمو کې.

د کابل په شپږیزه لیګ سیالیو په دریمه ورځ د آمو نهنګانو لوبډلې د مس عینک اتلانو نه د سیالۍ د ګټلو په خوشحالۍ کې.

د کابل په شپږیزه لیګ سیالیو په دریمه ورځ د مس عینک اتلانو او د بست ساتونکو د لوبې بهیر. په دغې لوبه کې د مس عینک اتلانو د بست ساتونکوته په لوی توپیر ماتې ورکړه.

اصغر ستانکزی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان چې د کابل ښپږیزه سیالیو کې د کابل بازانو د ټیم مشري په غاړه لري.

سمیع الله شینواری د افغانستان د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی چې د کابل ښپږیزه سیالیو کې د کابل بازانو د ټیم غړیتوب لري.

حمید حسن د افغانستان د ملي لوبډلې تکړه بالر چې د کابل ښپږیزه سیالیو کې د تېر کال قهرمان ټیم سپین غر بازانو کپتان.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي آفتاب عالم او کریم صادق چې د کابل ښپږیزه سیالیو کې یو د سپین غر بازانو او بل د کابل بازانو له ټیم سره لوبه کوي.

ناصر جمشید، پاکستانی لوبغاړی چې د کابل بازانو له لوبډلې سره لوبه کوي. د کابل په ښپږیزه سیالیو کې دا وارې یو شمیر بهرني لوبغاړي هم را بلل شوي دي.

عبدالله مزاري چپ لاسۍ بالر چې د کابل ښپږیزه سیالیو کې د کابل بازانو له لوبډلې سره لوبه کوي.

د کابل ښپږیزه سیالیو کې هره ورځ دوه لوبې تر سره کیږي او د زرهاو په شمېر د کرکټ مینه وال د کابل په کرکټ میدان کې د لوبې نندارې لپاره هلته ورځي.