د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان، کرکټ‌ او تجارت؛ شپږیزه لیګ کې 'سلګونه زره ډالر پانګونه' شوې


د شپږیزې کرکټ لیګ کې د ملي لوبډلو ترمنځ د داخلو لوبډلو لوبغاړي هم لوبېږي
د شپږیزې کرکټ لیګ کې د ملي لوبډلو ترمنځ د داخلو لوبډلو لوبغاړي هم لوبېږي

ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۱۸ (چنګاښ ۲۷) د کابل د کرکټ په «نړیوال میدان» کې د افغانستان د کرکټ تر ټولو ستر داخلي تجارتي لیګ او سیالۍ پیل شي چې ۱۹ ورځې به روانې وې.

دا لوبې د افغانستان د «ملي سپورټ» په چاینل باندې هم ژوندۍ ښودل کېږي. ټولې ۳۲ لوبې په پام کې نیول شوې دي. شپږیزه لیګ د ۲۰ اورونو لوبې دي چې هر کال یو ځل کېږي او دا یې اتم پړاو دی.

د شپږیزې لیګ هدف

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د دغه لیګ او سیالیو لوی هدف د کرکټ مینه والو ته سالمه تفریحه برابرول او د کرکټ پرمختګ دی. په دغو سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي او لسګونه نور داخلي ستوري لوبېږي، ځینې بهرنیان هم شته.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي مشر نصیب خان امریکا غږ ته وویل چې د دغو سیالیو یو بل لوی هدف دا دی چې افغان لوبغاړي‌ را روانو نړیوالو لوبو ته ځانونه چمتو وکړي.

هغه وویل: «هدف د ایرلنډ، اسیا کپ او نړیوال کپ سیالیو ته تیاری هم دی، همدغو لوبو نه د ځینو لوبغاړو وړتیا هم معلومول دي. بل موږ زیاتې نړیوالې لوبې نلرو، نو د لوبغاړو تیاری یواځې په تمریناتي‌ کمپونو نه کیږي دوی باید میدان ته ښکته شي او له یو بل سره سیالۍ وکړي‌ چې تیار شي. دا یې د تخنیکي برخې ګټه ده».

شپږیزه لیګ ځوانو لوبغاړو ته لپاره د استعداد څرګندولو فرصت هم بلل کېږي
شپږیزه لیګ ځوانو لوبغاړو ته لپاره د استعداد څرګندولو فرصت هم بلل کېږي

په کرکټ کې پانګونه

کرکټ او نور ورزشونه اوس په نړۍ کې په یو لوی کاروبار او تجارت هم بدل شوي دي چې د هند آی پي‌ ال یې ښه بیلګه ده چې میلیونونه ډالر په کې پانګونه کېږي ‌او یو لوبغاړی په څو میلیونه ډالرو اخیستل کېږي. په دغه لیګ کې سږکال د افغانستان راشد خان، محمد نبي او فضل حق فاروقي هم ولوبېدل.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرايي مشر وايي‌ چې پانګوالو په سږني لیک کې «شاوخوا ۳۵۰زره» امریکايي‌ ډالر پانګونه کړې ده. چارواکي ‌وايي‌ چې د شپږیزه لیګ د نورو مسائيلو تر څنګ «مالي ګټه» هم لري: هم کرکټ بورډ ته او هم لوبغاړو ته. لوبغاړي په بېلا بېلو برخو کې اخیستل شوي‌ او سلګونه او لسګونه زره افغانۍ د لوبو حق الزحمه ورکول کېږي.

د کابل بازانو د لوبډلې مالک عبدالطیف ایوبي چې د شپږیزې په تېرو لیګونو کې یې هم لوبډله لرله، سږکال یې هم لري. د ده لوبډلې د شپږیزې اتلولي هم ګټلې ده. نوموړي امریکا غږ ته وویل چې د کرکټ د پرمختګ او پراختیا لپاره په دغه لیګ کې پانګونه کوي.

ښاغلي ایوبي زیاته کړه: «مونږ په شپږيزه ليګ کې ۸۰۰۰۰ ډالر پانګونه کړې ده او دا چې زما خپل ايوبي کرکټ کمپليکس دى او اکاډمي لرم نو زيات فکر مي همد ا دى چې زما د اکاډمي لوبغاړو ته فقط پدط صورت کى چانس ورکولى شم چي خپل ټيم ولرم.»

نوموړي وویل چې له کرکټ سره یې خپله هم زیاته مینه لري او له همدې کبله هم په شپږیزه لیګ کې لوبډله اخلي.

د لوبغاړو ګټګورۍ او حق الزحمه

په سږني لیګ کې لوبغاړي په پنځو ګټګوریو کې وېشل شوي او په همدې اساس ورته د لوبو حق الزحمه ټاکل شوې وه. د نړۍ د نورو لیګونو په پرتله، ښايي د افغانستان د دغه لیګ د لوبغاړو قیمتونه تر ټولو ټیټ وي. تر ټولو د لوړې ګټګورۍ «ایکان-Icon» قیمت یې ۴۴۰۰۰۰ افغانۍ دی چې د اسعارو د تبادلې په اوسني‌ بازار کې شاوخوا ۵۰۰۰ ډالر کېږي.

په دې ګټګورۍ کې د افغانستان د کرکټ مشهور لوبغاړي‌ محمد نبي، اصغر افغان، حضرت الله ځاځي، فضل حق فاروقي، عثمان غني، نور علي ځدراڼ، کریم جنت او احسان جنت اخیستل شوي دي. په داسې حال کې ده چې محمد نبي، حضرت الله ځاځي، فضل حق فاروقي او کریم جنت د نړۍ په نورو لیګونو کې د لوبېدو له کبله لسګونه زره ډالر حق الزحمه ترلاسه کړې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ مسئولینو امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان اوسنیو اقتصادي شرایطو په کتو، د پانګوالو د هڅولو او لوبو د روان ساتلو په خاطر یې د لوبغاړو لپاره داسې قیمتونه ټاکلي دي.

دویمه د «الماس» ګټګوري ده چې د لوبغاړو حق الزحمه یې ۲۸۸۰۰۰ افغانۍ ده چې شاوخوا ۳۲۰۰ ډالر کېږي. په دې برخې کې هم د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي اخیستل شوي دي. درېیمه برخه یې د «پلاټینم- Platinum» ده چې د لوبغاړو حق الزحمه یي ۱۶۰۰۰۰ افغانۍ ده. په دې کې هم د افغانستان د ملي لوبډلې او ۱۹ کلنو ځینې لوبغاړي ‌اخیستل شوي‌ دي.

په ترتیب سره د سرو زرو او سپین زرو ګټګورۍ دي چې په ۹۶۰۰۰ او ۶۰۰۰۰ افغانیو لوبغاړي‌ اخیستل شوي دي. دا دوې هغه برخې دي چې تر ډېره د داخلي‌ کلبونو او لوبډلو لوبغاړي په کې لوبېږي.

ویل کېږي چې راشد خان او محمد نبي به په دغه لیګ کې نه وي او یا به یې وروستیو لوبو ته ځي
ویل کېږي چې راشد خان او محمد نبي به په دغه لیګ کې نه وي او یا به یې وروستیو لوبو ته ځي

د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی رئیس احمدزی وايي چې په شپږیزه کرکت لیک کې د استعدادونو د موندلو تر څنګ مالي ګټه هم شته.

ښاغلي احمدزي امریکا غږ ته وویل: « مالي برخه کې، که ګټه کمه وي یا زیاته، خو لوبغاړو ته څه ناڅه پېسې په لاس ورځي چې د خپلو کورنیو سره مرستې وکړې او خپل ضروري‌ وسائیل ترلاسه کړي.‌ زما د اټکل له مخې هر پانګوال په لوبډلې باندې د ۵۰زرو څخه نیولې تر ۷۰زرو ډالرو پورې پانګونه کوي.»

د دغه لیګ لوی مالي ملاتړی «اتصالات مخابراتي شرکت» دی او ځینو نورو داخلي‌ شرکتونو او پانګوالو هم پانګونې کړي دي. اتصالات شرکت نه دي‌ ویلي‌ چې څومره مالي ملاتړ یې کړی دی. د کرکټ بورډ اجرايي مشر نصیب خان اټکل کوي‌ چې ښايي کرکټ بورډ هم د شپږیزې له دغو سیالیو څخه لسګونه زره ډالر عواید ترلاسه کړي.

داخلي شرکتونه د دغو لوبو له لارې د لوبغاړو په لباسونو، وسائيلو او میدان کې خپل تجارتي اعلانونه خپروي او همدغه راز دا اعلانونه په تلویزون او ټولنیزو رسنیو هم خپرېږي چې خلک یې له تولیداتو خبر او مارکیټ یې ښه شي.

د دې ترڅنګ د لوبو غوره لوبغاړو ته ځینې نقدي او غیر نقدي جایزې هم په پام کې نیول شوي او په یو بل ابتګار کې هر نندارچي چې توپ کیچ کړ، ۵۰۰۰ افغانۍ جایزه ورکول کېږي.

لوبډلې او له تېر سره یې توپير

په شپږیزه لیګ کې په تېرو کلونو کې شپږ لوبډلې لوبېدلې. په دغه لیګ کې افغانستان د کرکټ په لحاظ‌ په شپږو برخو او زونونو وېشل شوی و.

خو سږکال د لوبډلو شمېر اتو ته پورته شو: کابل بازان، بوست ساتونکی، مس عینک اتلان، سپین غر پړانګان، امو نهنګان، بند امیر ښارمان، پامیر زلمي او د هندوکش ستوري. دا دوې وروستۍ لوبډلې نوې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی اجرايی رئیس اسدالله خان د لوبډلو د شمېر په زیاتولو انتقاد کوي‌ او وايي‌ چې دلته ډېر پام تعدد ته شوی او د لوبې او لوبغاړو کیفیت ته پام نه دی شوی.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: «ټیمونه زیات دي،‌ زما په خیال سره دا ښه اقدام نه دی. افغانستان داسې یوې مرحلې کې ده چې باید د کرکټ کیفیت یې لا ښه شي. موږ لوبغاړي او لوبډلې ښه ډېر لرو، په هر ولایت کې خوشبختانه کرکټ شته او ښه ډېر لوبغاړي‌ دي. شپږیزه د افغانستان د کرکټ تر ټولو لوړ او معتبر لیګ دی، باید په کیفیت باندې ډېر کار وشي.»

د کرکټ‌ بورډ مسئولین وايي چې د لوبډلو د زیاتېدو عمده هدف دا دی چې ډېرو ملي‌ او داخلي لوبغاړو ته چانس ورکړل شي او له تجارتي پلوه هم پانګونې ته ډېره زمینه برابره شي.

په دغو لوبډلو کې د افغانستان شاوخوا ۱۳۰ ملي لوبغاړي‌ او د داخلي ‌لوبو لوبغاړي لوبېږي. د دې تر څنګ د پاکستان او عمان ځینې لوبغاړي‌ هم دغه لیګ ته ورځي. تر دې مخکې په نورو پړاوونو کې هم د پاکستان،‌ زمبابوې او عمان لوبغاړو په دغه لیګ کې لوبې کړې وې.

د لوبغاړو اخیستل او انتقادونه

د افغانستان د کرکټ ځینې شنونکي د شپږیزې لیګ د لوبغاړو د پیر او پلور په بڼې انتقاد کوي او وايي چې د لوبغاړو په انتخاب کې مسلکي اړخونو ته ډېر پام نه دی شوی. د بېلګې په ډول، د لوبغاړو په پیر او پلور کې دا په پام کې نیول شوي نه و چې کومه لوبډله کوم ډول لوبغاړي ‌ته ډېر ضرورت لري او د دوی په وینا د لوبغاړو د ګټګورۍ په ټاکلو کې هم «معیارونه» په پام کې نه وو نیول شوي.

د شپږیزې تېرو لوبو کې به ګڼ افغان کرکټ مینه وال د لوبو لیدو لپاره میدان ته تلل
د شپږیزې تېرو لوبو کې به ګڼ افغان کرکټ مینه وال د لوبو لیدو لپاره میدان ته تلل

په هرې لوبډلې کې توپ‌ اچوونکي، توپ وهونکي، کیپر، کپتان او الراونډر لوبغاړي ضرور وي، ځينې شننونکي وايي په بولۍ کې دا ضرورت په پام کې نیول شوی نه و.

اسدالله خان وایي: «باید داسې برخې یې جوړې کړې وای، چې د ملي لوبډلې هغه لوبغاړي چې له بورډ سره قرارداد لري،‌ هغه باید خامخا وي. بلې برخې کې باید هغه لوبغاړي وای چې له بورډ سره قرارداد نلري خو داخلي څلور ورځنۍ (فرسټ کلاس) او یوه ورځنۍ (لست آې) لوبې یې کړې وي، باید مشخص وای چې د لیګ لپاره باید لوبغاړي‌ دا ډول څومره لوبې کړې وي،‌ او بله ګټګوري باید د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړو لپاره وای. ما چې اکشن (بولي) ولیده او په کوم رقم چې لوبغاړي اخیستل کېدل، فکر نکوم چې دا مسائیل دې په کې په پام کې نیول شوي‌ وي‌ او ښه استعدادونه دې ترې راووځي. قوي لوبغاړي چې د کمزورو په خلاف ښه توپوهنه کوي، هغه ښه کرکټ نه دی. دکیفیت ښه کولو لپاره باید د لوبډلو شمېر کم شي او روزونکي هم ولیدل شي‌ چې څومره وړتیا لري او باید دې ټکو ته پام وشي.»

نوموړي دا خبره هم وکړه چې د ځینو لوبډلو مالکان د شخصي روابطو په اساس د خپلې کورنۍ غړي لوبوي، خو هغه د کومې لوبډلې مشخص نوم وانخیست.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې هڅه یې کړې د لوبغاړو په انتخاب کې ټول «معیارونه» په پام کې ونیول شي او همدغه راز لوبډلو ته یې خپل روزونکي ورکړي او د لوبډلو د مالکانو سره د یو قرارداد په اساس مخې ته ځي.

د نورو نیوکو ترڅنګ،‌ په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کرکټ مینه والو یوه نیوکه د کابل «کرکټ د نړیوال» میدان او په کې د نندارچیانو د ځایونو او نورو اړوندو برخو باندې وه. ځینو مینه والو په کرکټ بورډ باندې انتقاد کړی‌ چې دا میدان په نړیوال معیار برابر نه دی او مسئولین یې د ښه کېدو لپاره نه لاس په کار کېږي.

د کابل د کرکټ اوسنی میدان شاوخوا لس کاله مخکې جوړ شوی دی چې اوس د ډېر پراخېدو ظرفیت نلري. د بورډ مسئولینو څو کاله مخکې ویلي وو چې په یوې لوبې کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ نندارچیان د لوبو لیدو ته ورغلي وو.

د پاکستان او عمان ځینې لوبغاړي‌هم شپږیزه کې لوبېږي. تېرو لیګونو کې د زمبابوې لوبغاړي هم وو
د پاکستان او عمان ځینې لوبغاړي‌هم شپږیزه کې لوبېږي. تېرو لیګونو کې د زمبابوې لوبغاړي هم وو

د کرکټ بورډ اجرايي مشر نصیب خان وايي‌ چې دوی له تېرو دوو میاشتو راهېسې په دې میدان باندې کار کوي چې د شپږیزې لیګ سیالیو ته یې لا ښه برابر کړي.

هغه وویل چې «د کابل علي‌خیلو په ۱۰۰ جریبه» ځمکه کې د کرکټ د یو بل لوی میدان د جوړولو تابیا شوې ده. د مخکني حکومت ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې شپږیزې لیګ سیالیو په افتتاحیه مراسمو کې کرکټ بورډ ته د دغې ځمکې د ورکولو اعلان کړی و.

په لوبو کې د فساد مخنیوی

په نړیوالو او تجارتي کرکټ لوبو کې کله ناکله د لوبغاړو او ځینو «مفسدو کړیو» ترمنځ د درغلو راپورونه خپرېږي. د کرکټ نړیوالې شورا وايي چې په کرکټ‌ کې د فساد په اړه هېڅ زغم نلري‌ او په تېر وخت کې یې یو شمېر لوبغاړي له همدې کبله جریمه او له لوبو بند کړي‌ دي.

د افغانستان کرکټ بورډ هم څو کاله مخکې په لوبو کې د فساد له کبله یو لوبغاړی او یو روزونکی له لوبو بند او جریمه کړل. کرکټ بورډ وایي چې په سږني لیګ کې د فساد د مخنیوي لپاره یې د فساد ضد کمېټه خپل فعالیت زیاتوي او لوبغاړو او روزونکو ته یې په دې اړه معلومات هم ورکړي دي.

د بورډ په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي: «.. د افغانستان کرکټ بورډ د انضباط او ډسپلین، د فساد ضد، د ممنوعه درملو ضد او عامه اړیکو څانګو له لوري لوبغاړو، خبریالانو او اړوند لوریو ته معلومات وړاندې شول. سربېره پر دې د یاد پړاو د لوبڅارانو له لوري هم خپلمنځي ناسته ترسره شوه، ترڅو د لوبو د ښه ترسراوي په موخه ټول اړوند اصول او مقررات په ښه ډول مراعات شي.»

له دې هر څه سره سره کرکټ‌ بورډ په اوسنیو شرایطو کې د شپږیزې د سیالیو کول یو مهم ګام بولي او وايي‌ چې له دې لارې نړیوالو او د کرکټ نړیوالې شورا ته دا پیغام ورکوي چې «کرکټ په افغانستان کې ښه روان دی او مینه وال یې هم ښه زیات» دي.

د دغه لیګ لومړۍ لوبه د دوشنبې په ورځ د کابل بازانو او بند امیر ښامارانو ترمنځ ده چې ګربز د کابل بازانو او افتاب علم د بند امیر ښامارانو لوبډلو کپتانان دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

اړوند

XS
SM
MD
LG