لیوال: خان لالا د محکومو پښتنو د ملي داعیې له مشرانو نه و

د یکشنبې په ورځ په سوات کې د مرحوم افضل خان لالا جنازه وشوه.

د پښتون یو لوی مبارز افضل خان لالا د یکشنبې په ورځ د راولپنډۍ په یو روغتون کې د ورپيښې ناروغۍ له امله مړ شو.

افضل خان چې د خان لالا په نامه هم پيژندل کیدی د عوامي نيشنل ګوند غړى و او د ډيورنډ د کرښې تر ټولو لوى مخالف و.

هغه د پښتنو د ملي مشر خان عبدالغفار خان د عدم تشدد د نظريې پيرو او د افغان - پښتون د يووالي غوښتونکی و.

د افغانستان د قومونو او قبایلو د چارو د وزارت مرستیال عبدالغفور لیوال وايي چې خان لالا د تاریخي افغانستان، په تیره بیا د محکومو پښتنو د ملي داعیې له مشرانو نه و چې د مبارزې یو لوی تاریخ لري.

د ښاغلي لیوال سره د زیبا خادم مرکه دلته اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د غفور لیوال سره د افضل خان لالا د مړینې په اړه مرکه