د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي دي چې له دغه هیواد څخه افغانستان ته په جرمونو د محکومو افغان کډوالو ستنول دوام ولري.
ډوبرنټ د جرمني له اې ار ډي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې برلین د افغان کډوالو په تړاو د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په تماس کې دی او په دې اړه نیوکې ورته د درک وړ ندي.
الکساندر ډوبرینټ وویل:"هر څوک چې پرما انتقاد کوي چې زه مجرمین، جدي مجرمین، جنسي تیري کوونکي، قاتلان افغانستان ته شړم، باید برعکس ووایي: هرکله چې دا کسان اجازه ترلاسه کړي چې دلته پاتې شي، آیا جرمني به یو خوندي هیواد وي؟ نه، په همدې خاطر هغوی ایستل کیږي."
افغانستان ته د کډوالو د ستنولو په اړه له طالبانو سره د مستقیم تماس له وجې د جرمني یو شمیر سیاستوالو په حکومت انتقادونه کړي. د جرمني په پارلمان کې د زرغون ګونډ استازي مارسل امریچ د کورنیو چارو د وزیر دا اقدام طالبانو ته د دروازې د پرانیستلو په معني ګڼلی دی.
د شمیر له مخې اوسمهال شاوخوا ۴۴۹ زره افغانان په جرمني کې د دې هېواد تابعیت نلري. په جرمني کې د افغان کډوالو شمیر له ۲۰۱۵ په خاص ډول په ۲۰۲۱ کال کې د تخلیې د پروسې وروسته زیات شوی دی.
د جرمني حکومت د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې ۸۱ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل. د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغو کسانو جرمي سوابق درلودل او باید له دې هیواد څخه ایستل شوي وای.
د جرمني حکومت په داسې حال کې افغانستان ته د مجرمو افغان کډوالو په ستنولو ټینګار کوي چې د اروپایي کمیسیون یوه ویاند دوه اوونۍ وړاندې رسنیو ته تایید کړه چې د طالب استازو سره یې په تخنیکي کچه غونډه کړېده.
ددغه کمیسیون ویاند وویل چې بروکسل د بیرته ستنیدو په اړه د اروپایي ټولنې په کچه د همغږۍ د ډاډمنولو لپاره کار کوي چې پکې د افغان وګړو وضعیت هم شامل دی.
خو بل پلو ، په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بینټ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اروپایي ټولنې هڅې د جدي اندیښنې وړ وبللې.
بینټ امریکا غږ ته وویل چې د میرمنو، د بشري حقونو د مدافعینو او د پخواني جمهوری حکومت د کارکوونکو د بشري حقونو د پراخ نقض په دلیل، هر ډول ستنول (د اجباري نه ستنولو) د اصل نقض ګڼل کیدای شي.
اروپایي هیوادونه له ډیره وخت هڅه کوي هغه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي چې په یاده ټولنه کې جرمني سوابق لري، خو په افغانستان کې د سیاسي وضعیت له امله ددې کار مخه نیول شوېده.