د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهری، په یو ویدیویی پیغام کې چې په انترنیت کې خپور شوی د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ته بیعت کړی دی.
د القاعده شبکې مشر چې گمان کیږي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې پټ ژوند کوي ویلي دي چې "زه د جهاد لپاره د القاعده سازمان د مشر په توگه خپل بیعت وړاندې کوم او هغه لار چې شیخ اسامه او نورو شیهدانو د امیرالمومنین ملاعمر خدمت ته انتخاب کړې وه، تمدیدوم".
د دې خپرې شوې ویدیو اعتبار تر اوسه د خپلواکو منابعو له لورې نه دی تائید شوی خو هغو ویدیوگانو ته ورته ده چې پخوا د القاعده شبکې له لورې خپرې شوې دي.
ملا اختر محمد منصور، د ملا عمر د مړینې د خبر له خپریدو وروسته د طالبانو د نوي مشر په توگه وټاکل شو، خو یو د ملا عمر د ځوی او ورور په گډون د دې ډلې یو شمیر مشران او لوړپوړي قوماندانان د ملاعمر د ځای ناستي د ټاکلو پر سره سخت اختلافونه لري.
د القاعده شبکې له لورې د طالبانو ملاتړ د اسلامي دولت د ډلې د ردولو په معنا دی. د القاعده شبکه د نړیوال جهادي خوزښت د مشرتابه د ترلاسه کولو پر سر د اسلامي دولت د ډلې لورې د چلنج سزه مخامخ ده.