د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د امریکا ۶۰۰ هغه ویزې یې لغوه کړي چې بهرنیانو د «سیاحتي زېږون» له لارې د متحدو ایالتونو د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره اخیستې وې.
روبیو په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې د «امریکا تابعیت د خرڅلاو» لپاره نه دی.
هغه ویلي دي چې متحدو ایالتونو «د سیاحتي زېږون د مخنیوي کاري ځواک» جوړ کړی چې دنده یې «د ویزو لرونکو د فعالیتونو ارزول، د سیاحتي زېږون د ناقانونه شبکو ړنګول او زموږ د ملي قوانینو څخه ناوړه ګټې اخیستو ته د پای ټکی اېښودل» دي.
د بهرنیو چارو وزیر وایي چې دغه کاري ځواک په یوې میاشتې کې «په نړۍ کې د بهرنیو اتباعو څه باندې ۶۰۰ ویزې لغوه کړې او له دغې بدې استفادې څخه به زموږ د ولس ساتل روان» ساتي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د سیاحتي زېږون د شبکو د ړنګولو لپاره به له ټولو امکاناتو څخه کار اخلي او «د متحدو ایالتونو د تابعیت د حیثیت دفاع» به کوي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (اګست شپږمه) د زیږون په بنسټ د امریکا د تابعیت د ترلاسه کولو او د «سیاحت زېږون» د مخنیوي په اړه دوه اجرایي فرمانونه لاسلیک کړل.
د متحدو ایالتونو د اساسي قانون له مخې، هر هغه ماشوم د امریکا تابعیت ترلاسه کوي چې د امریکا په خاوره کې ددغه هېواد د قضايي واک لاندې زیږېدلی وي. خو ولسمشر ټرمپ نیوکه کړې چې له دغه قانون څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږي.
ټرمپ وویل: «خلک اوس د زیږون پر بنسټ د تابعیت اخیستلو سوداګرۍ جوړوي. شتمن خلک د همدې تابعیت اخیستلو کاروبار کوي. دا سیستم ددې لپاره نه دی جوړ شوی. دا د شرم خبره ده. هغوی په پیسو ځان ته د ننوتلو لاره جوړوي.»
سپینې ماڼۍ ویلي چې نوي فرمانونه پر موجودو اجرايي صلاحیتونو او د کډوالۍ پر قوانینو تکیه کوي او موخه یې دا ده چې په ځینو مواردو کې د زېږون له لارې د تابعیت د ترلاسه کولو شرایط محدود کړي او د هغو کسانو مخه ونیسي چې امریکا ته د ماشوم د زېږولو او خپل ماشوم ته د تابعیت د ترلاسه کولو په موخه سفر کوي.