د متحدو ایالتونو حکومت د دوشنبې په ورځ (اګست لسمه) اعلان وکړ چې واک ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسېدو راهیسې یې د بهرنیو اتباعو تر ۱۷۵ زرو ډېرې ویزې لغوه کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ویزې د ویزو له شرایطو څخه د سرغړونې او بېلابېلو جرمي فعالیتونو له امله لغوه شوې دي. په دغو مواردو کې د امریکايي اتباعو پر وړاندې د تشدد یا زور زیاتي غوښتنه، درغلي، د کډوالۍ له سیسټم څخه ناوړه ګټه اخیستنه او د متحدو ایالتونو ملي امنیت ته خطر پېښول شامل دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي:
«د دغو ویزو ډېره برخه له قانون پلي کوونکو ادارو سره د بېلابېلو جرمي فعالیتونو په تړاو د مخامخ کېدو له امله لغوه شوې ده. برید او تشدد، د نشې تر اغېز لاندې موټر چلول، غلا او د مخدره موادو اړوند جرمونه د ویزو د لغوه کېدو عمده لاملونه وو.»
وزارت زیاته کړې چې د ویزو یوه د پام وړ برخه د بېاحتیاطه موټر چلولو، جنسي تېري، له ماشومانو سره د ناوړه چلند، درغلۍ، د پیسو اختلاس او نورو جرمونو له امله هم لغوه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل: «په شمالي افریقا کې د امریکا یو سفارت د څه باندې ۱۰۰ هغو والدینو ویزې لغوه کړې چې تر ډېره د دې لپاره امریکا ته تللي وو چې هلته خپل ماشومان وزېږوي او ماشومان یې د امریکا تابعیت ترلاسه کړي.» دا هغه موضوع ده چې د ولسمشر ټرمپ حکومت په خپلو پالیسیو کې ورته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ دوه اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل چې د زېږون له مخې د تابعیت حق محدودوي. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د امریکا سترې محکمې په جون میاشت کې د زېږون له مخې د تابعیت حق پر خپل ځای وساته. دا پرېکړه د هغه اجرائیوي فرمان لپاره یو خنډ و چې استدلال یې کاوه، هغه ماشومان چې مور او پلار یې په غیرقانوني یا موقتي ډول په امریکا کې اوسېږي، باید امریکايي اتباع ونه ګڼل شي.
د بهرنیو چارو وزارت د نورو بېلګو په توګه د یوه بهرني تبعه د ویزې لغوه کېدل هم یاد کړي چې د تښتونې، انساني قاچاق او د یوه کمعمره کس د جنسي استثمار په جنايي تورونو تورن شوی و.
وزارت همدارنګه د یوه بل بهرني تبعه قضیه یاده کړې چې ادعا یې کوله یو قانوني کاروبار چلوي او له زیانمنونکو ناروغانو سره روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته کوي، خو د چارواکو په وینا، هغه د Medicaid په یوه پراخه درغلۍ کې مرسته کړې وه او د جعلي خدمتونو په بدل کې یې له پنځو میلیونو ډالرو څخه زیاتې پیسې غوښتې وې.
فورم \ دبحث خونه