د امریکا د متحدو ایالتونو یوه استازي جېرډ کوشنر په یو ویډیويي پيغام کې چې د شنبې په ورځ [د سپټمبر ۱۲مه] خپره شوې ویلي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې تړون ته د رسېدو په هڅو کې په ځېنو سیمو د مالکیت ادعا یوه اصلي نا حل شوې مسله وه.
په کییف کې د "یالتا اروپايي ستراتیژۍ" کنفرانس ته د خبرو پر مهال، کوشنر وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا دمخه خپل اهداف څرګند کړي وو په داسې حال کې چې اوکراین د مسکو د غوښتنې سره سم خپلو سیمو ته د شاتګ لېواله نه و.
کوشنر وویل: "ځمکه به اصلي مسله وي، او، تاسو پوهېږئ چې په دې کې دواړه خواوې لا هم سره اختلاف لري."
په ډېپلوماسۍ کې له میاشتو ځنډ وروسته، د اوکراین د ولسمشر د دفتر رئیس کیریلو بودانوف په اکټوبر کې د اوکراین، روسیې او متحده ایالتونو ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو د احتمالي بیا پیل لپاره د چمتووالي خبره کړې ده.
د اوکرایني رسنیو له قوله، بودانوف خبریالانو ته وویل چې اوکراین له روسیې او متحدو ایالتونو سره د تازه خبرو اترو لپاره ځان چمتو کوي.
د بودانوف په حواله لیکل شوي: "موږ د اکتوبر لپاره چمتوالی نیسو."
تېره اونۍ د متحدو ایالتونو د سولې دوو مرکچیانو سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر په مسکو او کییف د روسیې او وکراین له ولسمشرانو سره خبرې وکړې.
وروستۍ درې اړخیزه غونډه د فبرورۍ په میاشت کې په جنیوا کې ترسره شوه.
ویټکوف د دواړو هېوادونو له چارواکو سره تر خبرواترو وروسته وویل چې دی په خبرو اترو کې د پرمختګ څخه هرکلی کوي.
د کرملېن ویاند ډیمیتري پېسکوف وویل چې مسکو د سولې د خبرو د بیا پیلولو امکان نه دی ردوي. پېسکوف زیاته کړه چې دا به له وخته مخکې وي چې ووایو دا خبرې به کله او چېرته ترسره شي.