د بخښنې نړیوال سازمان اروپايي اتحادیې ته: د افغانانو د شړلو بهیر سمدستي ودروئ

د بخښنې نړیوال سازمان له اروپايي اتحادیې او ددې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه غوښتي چې سمدستي ناامن افغانستان ته د افغانانو د شړلو هڅې ودروي او له طالبانو سره د بېرته ستنولو په برخه کې خپله بې پروا همکاري پای ته ورسوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو او مهاجرت کمېشنر مګنس برونر او د دې بلاک د غړو هیوادونو کورنیو وزیرانو ته په یوه لیک کې ویلي چې د طالبانو له چارواکو سره د افغانانو د شړلو په برخه کې هر ډول همکاري بې پروا، غیر منطقي او د نړیوالو مهاجرتي او بشري حقونو قوانینو له مخې د اروپايي اتحادیې له قانوني مکلفیتونو، په ځانګړې توګه د بېرته نه استولو له اصولو سره په ټکر کې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو د شړلو په اړه د طالبانو له چارواکو سره د اروپايي هیوادونو د هڅو په دوام ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا هڅې په داسې حال کې کیږي چې د ملګرو ملتونو نړوالو ادارو افغانستان ته ددغو کسانو د ستنولو د خطراتو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

دغه سازمان وړاندیز کړی چې له طالبانو سره هر ډول راتلونکی تعامل باید د بشري حقوقو پر اصولو ولاړ وي او په افغانستان کې د روانو، پراخو او سیستماتیکو بشري حقونو څخه سرغړونو په ختمولو باندې متمرکز وي.

په لیک کې راغلي چې اروپايي کمیسیون استدلال کوي چې په دې شړلو کې به هغه کسان شامل وي چې "جدي جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ وي"، خو افغانستان داسې خوندي ځای نه دی چې څوک پکې په زور بېرته واستول شي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته تر رسیدو وروسته په عملي توګه هغه قانوني چوکاټونه له منځه وړي چې لږ تر لږه په رسمي توګه یې وګړي له تبعیض څخه ساتل او بنسټیز حقونه یې تضمینول، لکه د بیان ازادي، د فکر ازادي، عادلانه محاکمه، او د قانون په وړاندې برابرۍ.

پرځای یې، طالبانو د فرمانونو، قوانینو، مقرراتو او پالیسیو سره چې په ذاتي توګه د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې د تعبیض پکې لیدل کیږي صادر کړي دي.

له دغو فرمانونو او مقرراتو څخه هر ډول سرغړونه د درو وهلو، خپلو سرو نیونو، غیرقانوني حبس، اجباري لادرکه کیدو، ځورونې، او د بشري حقونونو له نورو مواردو سره مخ کیږي. میرمنې او نجوې تقریبا په بشپړ ډول له عمومي صحنې څخه حذف شوي دي. هغه وضعیت چې د نړیوالو حقونو پر اساس، ممکن د جنسیت پر اساس د ازار او اذیت له پلوه د بشریت پر ضد جنایت ووسي.

دا سازمان زیاتوي چې د بشري حقونو د روان بحران ترڅنګ، افغانستان له یو مخ پر ودې بشري بحران سره هم مخ دی؛ یو داسې بحران چې د اوږدمهاله وچکالۍ، طبیعي ناورینونو او د بشري مرستو د کمښت او ځنډېدو له امله لا پسې زیات شوی دی. افغانستان اوسمهال په نړۍ کې د دریم لوی بشري بحران سره مخ دی، چې په هېواد کې نږدې ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړپوړي کمېشنر او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم په دې وروستیو کې د اروپايي ټولنې د هېوادونو له خوا افغانستان ته د افغانانو د ستنولو د بیا پیلولو د پریکړې په وړاندې خبرداری ورکړی، او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت په هیڅ ډول د بېرته ستنېدو لپاره مناسب نه دی.

دا اندیښنې په داسې څال کې څرګندیږي چې اروپايي کمیسیون په دې وروستیو کې د طالبانو چارواکي بروکسل ته ور وبلل ترڅو له اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته د یو شمېر افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه خبرې وکړي.

د دې ډلې یو پلاوي د جون په ۲۳مه په بروکسل کې د اروپايي کمیسیون له چارواکو سره وکتل. که څه هم اروپايي کمیسیون ټینګار وکړ چې د طالبانو د بروکسل سفر موخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په اړه "تخنیکي خبرې" وې.

که څه هم دې ټولنې ویلي چې دا لیدنه د طالبانو د واکمنۍ رسمیت پيژندنه نه ده، خو دې کار پراخ غبرګونونه پارولي