د بخښنې سازمان: د پي ټي ایم بندیان ازاد کړئ

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان د حکومت نه غوښتي چې په دغه ملک کې د بشري حقونو د مبارزینو، د خبریالانو او د مدني ټولنې ضد اقداماتو نه لاس واخلي.

د بخښنې نړیوال سازمان د پنج شنبې په ورځ د پاکستان د حکومت نه غوښتي چې د پښتون ژغورنې تحریک نیول شوې ٣٧ ملاتړي دې ژر تر ژره پریږدي. د یادونې وړ ده چې دغه کسان دوه اونۍ مخکې هغه وخت ونیول شول چې د اسلام اباد د مطبوعاتو د دفتر مخې ته یې احتجاج کاوه.

دغه سازمان وایي چې پاکستان دې د راتلونکې میاشت د انتخاباتو نه مخکې په هغه ملک کې د خپل ولس بشري حقونه خوندي کړي.

په پاکستان کې د جولایي په ٢٥ عمومي انتخابات کیږي. د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې په پاکستان کې په وروستیو کې د بشري حقونو د مبارزینو نیولو اندیښمن کړیدي.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا څانگې مرستیال مشر ډینوشیکا ډیسنایک وایي, "په پاکستان کې په اساسي حقونو حمله کیږي، چارواکي هغه کسان چې د حکومت سره مخالفه نظر ولري، بندیان کوي. که دغه مخالفه نظر څوک په ټلویژن، په لارو کوڅو او یا په لیکنو کې څرگند کړي، نو نیول کیږي."

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت چې د پي ټي ایم سره د مذاکراتو لپاره کومه جرگه ټاکلې، وایي چې بندي غړي به یې پریښودل شي.