هالنډ کې یرغمل نیونه؛ یو وسله وال ۲۰۰ میلیون یورو غوښتل 

یو وسله وال کس چې د څو ساعتونو لپاره یې د هالنډ د امستردام ښار د اپل په یو پلورنځي کې یو تن یرغمل نیولی و، د هغه د خوشې کولو په بدل کې د ۲۰۰ میلیون یورو (۲۲۶ میلیون ډالر) باج غوښتنه کوله.

دغه پیښه چې د سه شنبې د ورځې په ماښام رامنځته شوه د امستردام ښار یوه مشهوره ګڼه ګوڼه ساحه یې د پنځو ساعتونو لپاره فلج کړې وه.

د هانډ پولیس چې په وسلو سمبال وو د هغه ودانۍ شاوخوا محاصره کړې وه چې د اپل پلورنځی په کې موقعیت لري، پولیسو شاوخوا ۷۰ تنه له دغه ودانۍ وایستل.

د امستردام ښار د پولیسو رئیس فرانک پاو، وویل چې دغه تورن کس د بلغاریا هیواد یو ۲۷ کلن تبعه دی چې په امستردام کې اوسیږي، هغه یو میل خودکاره وسله او یوه تمانچه درلودله. هغه وویل چې پولیسو دغه تورن شخص د تیښتې پر مهال په موټر وهلی.

ښاغلي پاو د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ (کب ۴) په یو خبري کنفرانس کې وویل هغه کس چې یرغمل شوی و "قهرماني" وکړه او وضعیت یې بدل کړ. د هغه په وینا که داسې نه وای شوی ښایي دې وضعیت به ډیر دوام کړی وای.

تورن شخص پولیسو ته ګواښ کړی و چې ځان الوزوي. پولیسو هم تائید کړی چې هغه له ځانه سره چاودیدونکي توکي درلودل.

د امستردام د پولیسو رئیس ویلي چې تورن کس د پولیسو له موټر سره په تصادم کې سخت ټپي شوی او اوس د پولیسو تر څارنې لاندې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تر اوسه ددغه یرغمل نیونې دقیقه انګیزه نده څرګنده شوې او پولیسو ویلي چې پلټنې روانې دي.