د کابل په ننني برید کې د ملي اردو ۳ کارکوونکي وژل شوي

ABD Başkanı Barack Obama ve Kanada Başbakanı Justin Trudeau ve eşleri Beyaz Sarayın balkonundan halkı selamlıyor. 

نن سهار د کابل ښار د دوغ آباد په سیمه کې د ملي اردو د کارکوونکو د عملېې په موټر پلي ځانمرګي برید کړی دی، چې له امله یې د ملي اردو درې کارکوونکي وژل شوي دي.

د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ویلي، دا ځانمرګی برید نن سهار په شپږو بجو او څلوېښتو دقیقو شوی دی، چې یو پلي ځانمرګي بریدکوونکي، ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي د ملي اردو د منسوبینو د موټر مخې ته چولي دي چې له امله یې د ملي اردو درې کارکوونکي وژل شوي، او اته تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند په یو بیان کې ویلي، په ملي اردو د ځانمرګو دا بریدونه په هلمند، فاریاب، کندز، کنړ، د غزني په اجرستان، ننګرهار او نورو سیمو کې د جنګ په میدان کې وسله والو مخالفینو ته د اوښتي زیان د جبران لپاره کیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د ننني برید مسؤلیت په غاړه اخېستی دی او ویلي یې دي چې برید د اسیاخشک په سیمه کې د رېشخورو د فرقې اړوند د کمانډويي ځواکونو په کارکوونکو شوی دی.

د طالبانو ویاند ګواښ کړې چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک له امله به د دوی جنګیالي بریدونه ډېر کړي او په تعبیر یې امنیتي تړون به د ناامنۍ تړون وښيي.

تېره ورځ هم په کابل کې په دوو جلا بریدونو کې د ملي اردو اووه کارکوونکي وژل شوي وو او اتلس ټپيان شوي وو.