په ټولنیزو رسنیو کې د مخدراتو ضد کمپاین

Your browser doesn’t support HTML5

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

په خوست کې یو شمیر فیس بوک کاروونکو له نشه یي توکو سره د مبارزې کمپاین پیل کړی او د ټولنیزو رسنیو له نورو کاروونکو غواړي چې پدې کمپاین کې ورسره همغږي شي او د اعتیاد له ستونزې د ځوانانو د ژغورنې لپاره کمپاین وکړي.

عبدالفتاح واکمن په خوست کې د فوټبال فدراسيون مشر دی او کله نا کله پر فېسبوک له خپلو ملګرو سره د نشه يي موادو د زيان په اړه معلومات شريکوي.

عبدالفتاح واکمن وايي، چې په مجموعي توگه په ټولنيزو رسنيو کې، په ځانګړې توګه پر فېسبوک چې افغانان يې ډېر کاروي، د مخدراتو په وړاندې د مبارزې او د روږدو کسانو د ژغورلو مسلې ته ډېره لږه يا هم هيڅ توجه نده شوې.

عبدالفتاح واکمن وويل: ”د فېسبوک يا سوشل ميډيا کارکوونکو ته مې پيغام دا دی چې په ورځ کې حد اقل دوه يا درې پوسټونه وکړي، ترڅو زموږ ځوانان له دې بدبختۍ څخه خلاص شي او سالمه ټولنه ولرو.‟

که څه هم په افغانستان کې ټولنيزې رسنۍ د نورې نړۍ غوندې په لازمه توګه نه دي عامې شوې، خو ددې رسنيو يو شمېر کاروونکي په دې باور دي، چې ټولنيزې رسنۍ پر ټولنه خورا ډېر تاثيرات لري.

په ټوليز ډول د خلکو غوښتنه دا ده، چې د مخدره موادو د کرکيلې، کاروبار او استعمال د مخنيوي پر وړاندې دې د سوشل ميډيا ترڅنګ له ټولو شته امکاناتو څخه کار واخيستل شي.

محمد شاه فضليار مدني فعال وويل: ”د نشه يي موادو په له منځه وړلو کې غټ رول د سوشل ميډيا دی، د علماؤ دی، په خپله د کورنيو دی، د ټولنې د غړو دی، چې په نشه يي موادو روږدي کسان سم لور ته رهبري کړي.‟

دا مهال په افغانستان کې څه باندې درې ميليونه افغانان د نشه يي موادو په استعمال روږدي دي او هر کال تر شلو ډېرو ولايتونو کې کوکنار کرل کيږي، خو پر ټولنيزو رسنيو ددغو توکو پرضد مبارزه ډېره پيکه ښکاري.