د لاس رسي وړ اتصالات

پر نشه يي توکو اخته لسګونه کسان د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شول


پر نشه يي توکو اخته لسګونه کسان د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې له سلو ډېر پر نشه يي توکو روږدي کسان راټول شول او کابل ته د درملنې لپاره ولېږدول شول.

د رسمي شمېرو له مخې اوس په ننګرهار کې تر اتیا زره ‌‌‌‌‌‌ډېر کسان په نشه يي توکو روږدي دي.​

دا په تېره څه باندې یوه میاشت کې د معتادینو دویمه جوپه ده چې د درملنې لپاره کابل ته لېږدول کېږي.

د جلال اباد ښار له بېلابېلو واټونو نه راټول شوي پر نشه يي توکو اخته دا ۱۰۷ کسان د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شول، چې هلته به یې د نشه يي توکو د معتادینو په زر بستریز روغتون کې د یوې نیمې میاشتې لپاره درملنه کېږي.

چارواکي وايي په ننګرهار کې یې د درملنې امکانات کم دي ځکه نو دا دویمه جوپه ده چې کابل ته یې لېږي، یوه میاشت وړاندې هم په نشه يي توکو اخته دوه سوه کسان کابل ته استول شوي وو.

د نشه يي توکو سره د مبارزې رئیس محمد ادریس ساپي امریکا غږ ته وویل: "موږ دلته د دوه سوه کسانو د درملنې ضرفیت لرو، همدومره امکانات دي ځکه نو مرکزي حکومت ته مو وړاندیز وکړ او منظور یې کړ چې هره میاشت به له جلال اباد څخه کابل ته دغه شان معتادین وړل کېږي."

نوموړی وايي چې هڅه کوي په ننګرهار کی هم د معتادینو د درملنې کچه لوړه کړي او ددې ځای ناروغان همدلته تداوي شي، خو د بې روزګارۍ شتون هغه څه ګڼي چې بیا ځل معتادین په نشه يي توکو اخته کېدو ته مجبوروي.

په همدې حال کې معتادین خوشاله دي چې د درملنې لپاره کابل ته وړل کېږي، خو وايي چې باید ورته د حرفوي زده کړو او کار روزګار زمینه برابره شي.

پر نشه يي توکو معتاد رحمت الله امریکا غږ ته وویل: "ما مخکې هم یو ځل یوه نیمه میاشت دې روغتون کې تېره کړې ده، اوس بیا معتاد شوی یم. موږ ته دې داسې یو لاره جوړه شي چې موږ کار پیدا کړو، زه له بې روزګارۍ څخه معتاد شوی یم. خوشاله یم چې جوړ شم."

خلک وايي تر هغې چې د نشه يي توکو د خرڅلاو ځایونه او نشه يي توکړ کاروباریان او خرڅوونکي ونه نیول شي نو د حکومت دغه مبارزه ‌‌‌‌‌‌ډېره نشه يي بریالۍ کېدای.

XS
SM
MD
LG