استرالیا کې د اسلام ضد او پلوي مظاهرې

په استرالیا کې مسلمانان له اسلام-کرکې نه په ویره کې دي

د یکشنبې به ورځ د استرالیا په بیلابیلو ښارونو کې یو شمیر خلکو پداسې حال کې د اسلام په ضد مظاهرې او لاریونونه وکړل چې ګڼو نورو خلکو بیا د توکمیز تبعیض او اسلام ضد په مخالفت کې٬ مظاهرې ترسره کړې.

په میلبورن ښار کې پولیسو هغه مهال د دواړو سیالو غاړو پلویان په زوره سره جلا کړل چې ځينو پکښې زورزیاتي ته مخه کړه.‌

په سیدني‌ ښار کې شاوخوا ۱۰۰ کسانو چې د استرالیا ملي بیرغ یې اوچت کړی وو نارې وهلي چې دوي شریعت نه غواړي. د دوې مخې ته بیا شاوخوا ۲۵۰ نور خلک راټول شوي وه او د «توکمیز تبعیض نه غواړو٬ د اسلام-کرکه نه غواړو» شعارونه یې ورکول.

پولیسو پنځه کسه د زورزیاتیو د رامنځته کولو په تور ونیول او هڅه یې وکړه چې د سیالو ډلو د پلویانو تر منځ د اخ و ډب مخه ونیسي. په ځینو سیمو کې پولیسو له غازو کار واخیست تر څو سیالې ډلې سره بیلې کړي.‌

د اسلام ضد د مظاهرو مشرانو ویلي چې په استرالیا او نورو هیوادونو کې د اسلام په نامه جنایتونو ویرولي او نه غواړي‌ چې دغه ډول ایډیولوژي استرالیا ته هم لاره ومومي. دوي دغه راز وایي چې استرالیا باید د مسلمانو کډوالو لپاره خپل ور وتړي.

خو ډير نور خلک بیا په استرالیا کې له سختدریځو ملتپالو او هغو ډلو سره کلک مخالفت ښيي چې له اسلام کرکه لري.