د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په امریکا کې د مسلمانو محصلینو وژل وغندل


ولسمشر اوباما په اعلامیې ویلي "هیڅوک باید له دې امله په نښه نه شي چې څوک دي، څه ډول ښکاري او څنگه عبادت کوي "
ولسمشر اوباما په اعلامیې ویلي "هیڅوک باید له دې امله په نښه نه شي چې څوک دي، څه ډول ښکاري او څنگه عبادت کوي "

سپینې ماڼۍ تېره اونۍ د شمالي کرولاینا په ایالت کې د درې امریکایي مسلمانو زده کوونکو د وژلو په تړاوو یوه اعلامیه خپره کړې ده.

ولسمشر اوباما په اعلامیې ویلي "هیڅوک باید له دې امله په نښه نه شي چې څوک دي، څه ډول ښکاري او څنگه عبادت کوي " په امریکا کې د مسلمانانو د ټولنو مشران د هغه له دې خبرې سره موافق دي او ټینګار کوي چې دغه وژنه دې د کرکې یو جرم وبلل شي.

د هغو درې وژل شویو امریکايي مسلمانو محصلینو، چې په تیره اونۍ کې د یوه قهرجن ګاونډي له خوا ووژل شول، کورنۍ ېې د سیمه ایزو پولیسو او د فدرال حکومت د تحقیق کوونکو څیړنې څاري.

ضیا شادي برکات او یسر ابو صالحه نوی واده کړی و. د دوی دواړو او د ابو صالحه د ۱۹ کلنې خور رزان ابوصالحه له جنازې او تدفین وروسته د هغوی کورنۍ له چارواکو غواړي چې دغه قضیه دې د کرکې د جرم په توګه وڅېړي.

دوی د تېرې اونۍ د سه شنبې په ورځ د شمالي کرولانیا د ایالت له پوهنتون څخه دباندې د چپل هل په سیمه کې په خپل کور کې د یوه ۴۶ کلن ګاوندي کریګ ستیفن هکس له خوا چې د پولیسو په خبره له دوی سره یې د موټرو د پارک کولو د موضوع په سر له ډیر وخت څخه جنجال درلود، ووژل شول او قاتل د پولیسو له خوا د لومړۍ درجې د قتل کولو په اړه نیول شویدی.

خو په واشنګټن ډي سي کې هغو مسلمانانو چې د وژل شوېو زده کونکو په یاد کې یې ډیوې بلې کړې وې وویل د دوی په باور رزان ابو صالحه، یسر محمد او ضیا برکات له دې امله وژل شوی چې مسلمانان وو."

مخکې له دې چې سپینه ماڼۍ د دغې وژنې د غندنې اعلامیه خپره کړي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغې وژنې په تړاو د جمهور رییس اوباما څو ورځنۍ چوتیا تر پوښتنې لاندې راوسته" که چېرې تاسو له داسې یو پېښې او یو برید څخه وروسته، غلي پاتې کیږي، نړۍ به هم ستاسو په وړاندې غلې پاتې شي."

ډیر خلک دا پوښتنه کوي چې که چیرې قاتل مسلمان وای او مقتولین مسلمانان نه وای نو څه به پېښ شوي وای.

د ترهګرۍ د چارو کارپوه ډیوید شنزر یې په اړه د سکایپ لارې داسې وویل"که دا قضیه په معکوس ډول پېښه شوې وای، نو مونږ به له قاتل څخه د ترهګرۍ په تړاوترهغه وخت پورې تحقیق کولی چې دا ناسمه ثابته شوې وای – په دې معنی چی دوی ښایي له نړیوالو ګروپونو سره تړلي وي او د کورني امنیت او له استخباراتو له ادارو څخه به مو د قضیې د روښانه کولو لپاره استفاده کوله. "

که دغه وژنې د کرکې جرم وبلل شي دا به نه یوازې د قاتل لپاره سزا زیاته کړي بلکه د امریکا د مسلمانانو دا ادعا به هم تائید کړي چې مسلمانان د تعصب او کرکې قربانیان دي.

XS
SM
MD
LG