د ارتمیس۲ ستور مزلي د ځمکې له مدار وتلي او د سپوږمۍ په لور روان دي

د ارتمس۲ ماموریت ستورمزلي

د متحدو ایالتونو د فضايي ادارې (ناسا) د ارتمیس۲ ماموریت څلور ستور مزلي د ځمکې له مدار څخه وتلي دي او اوس د سپوږمۍ په لوري روان دي.

په دغو ستور مزلو کې یې درې امریکایان او یو کاناډايي دي او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ سپوږمۍ ته ورسېږي.

ناسا وايي چې دوی به د سپوږمۍ چارچاپېره ګرځي او په جیولیجیکي جوړښت باندې په تمرکز سره به تصویرونه اخلي او مشاهدات به راټولوي، ناسا وايي چې دا معلومات به له سایسنسپوهانو سره مرسته وکړي د سپوږمۍ او لمریز نظام د جوړښت په اړه لا ښه پوه شي او درک پیدا کړي.

دا مطلب هم ولولئ

له ۵۰ کلونو وروسته سپوږمۍ ته ستنېدل: د ارتیمیس ۲ ماموریت بریالی پیل شو

خو سپوږمۍ ته تر داخلېدو مخکې، دغه ستور مزلي په خپلې فضايي بېړۍ اورین کې ځينې نورې دندې هم لري چې باید یې تمام کړي.

د دوی د جمعې د ورځې په تمرینونو کې، چې له سپوږمۍ څخه د تېرېدو د ساعتونو لپاره دي، د روغتیايي وسائیلو ازمایل او په ځمکې کې له یو شمېر انتونونو سره اړیکه نیول شامل دي.