د امریکا فضايي اداره ناسا د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سپوږمۍ په مدار کې د یو کوچني فضايي ستیشن د جوړولو پلانونه ځنډوي او پر ځای یې د سپوږمۍ پر سطحه د یوې اډې په جوړولو تمرکز کوي.
د ناسا ادارې مشر جېرډ ازاکمن په واشنګټن کې په یوې غونډه کې وویل چې دغه اداره خپلې سرچینې پر مهمو هدفونو متمرکزوي، چې له هغو څخه یو هم د ۲۰۲۸ کال په لومړیو کې سپوږمۍ ته د ستورمزلو لېږل دي.
د دې هڅې بل پړاو د «آرټیمیس ۲» ماموریت دی، چې هدف یې دا دی چې څلور ستورمزلي د سپوږمۍ شاوخوا ولېږدوي او بېرته ځمکې ته راستانه کړي. د ناسا چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې فضايي بېړۍ په ډير احتمال سره د اپرېل په لومړۍ نېټه فضا ته وتوغول شي.
ازاکمن وویل، کله چې ستورمزلي په پای کې سپوږمۍ ته کښته شي، ناسا غواړي هر شپږ میاشتې وروسته ستور مزلي د سپوږمۍ سطحې ته ولېږي.
هغه زیاته کړه چې ناسا به له خصوصي شرکتونو سره هم کار وکړي چې غواړي راتلونکي فضايي سټېشنونه جوړ کړي، چې د نړیوال فضايي مرکز ځای ونیسي.
فورم \ دبحث خونه