سروی: د راتلونکې په هکله د افغانانو خوشبیني راټیټه شوې

د اشیا فوندیشن په دغه سروې کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۹۵۸۶ تنو ښځو او سړو سره خبرې شوي دي.

د ایشیا فونډیشن یوه نوې سروې ښي چې سږکال د تیرکال په نسبت د ۱۶ فیصدو څخه زیات افغانان د خپل راتلونکې په اړه ناباوره شوي دي.

د دې سروې له مخې د تیرکال پرتله په افغانستان کې د هغو کسانو شمیر ۱۶.۳ فیصده کم شوی دی چې ویل یې هیواد یې په سم لور روان دی.

د ایشیا فونډیشن په سروې کې چې نن په کابل کې خپره شوه ویل شوي چې سږکال یوازې ۳۷ فیصدو مرکه شویو کسانو ویلي چې افغانستان په سمه لاره روان دی. په داسې حال کې چې تیرکال دا شمیره ۵۴.۷ فیصده وه.

دغه سروې چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو شوې وايي چې ۹۵۸۶ نارینه او ښځې يې پوښتلي دي. له دغو کسانو سره د افغانستان د امنیتي، اقتصادي، ښه حکومتوالۍ، د ښځو د مسایلو او د حکومتي خدمتونو په اړه مرکې شوي دي.

دا نظرپوښتنه ښي چې ۵۷ فیصده افغانان دا ګني چې افغانستان په سمه پرمخ نه ځي. ۴۵ فیصده مرکه کوونکو ناامني د خپل هیواد د پرمختګ په وړاندې د یو ځنډ په توګه یاده کړې ده.

د ناامنۍ وروسته ۲۵ فیصدو بیکاري، ۱۳ فیصدو فساد، ۱۲ فیصدو اقتصادي کمزوري، ۱۱ فیصدو ناسمه حکومتداري، او ۵ فیصدو منظم فساد د ناسمه لورې د حرکت د عواملو په توګه یادکړي دي.

٣٠ فیصده کسان چې فکر کوي هیواد یې په سمه روان دی، د هغوی د جملې څخه په سلو کې ٣٢ تنو یې بیارغونه، ۲۹ فیصدو یې امنیت،۱۰ فیصدو ښوونه او روزنه،۱۰ فیصده نورو یې ښه حکومتداري، اته فیصده یې ښه اقتصاد او همداشان اوه فیصدو یې د خلکو واکمني د هیواد د سم حرکت د عواملو په توګه یاد کړي دي.

د افغانستان د خلکو عمده ستونزې

په دغه سروې کې د مرکه شویو کسانو ۴۳ فیصدو یې ناامني د هېواد د عمده ستونزې په توګه یاده کړې ده.

تیرکال ۳۴ فیصدو کسانو د ایشیا فوندیشن سروې کوونکو ته ناامني د عمده ستونزې په توګه یاده کړې وه.

په دغه سروې ۲۲ فیصدو بیکاري، ۲۴ فیصدو اقتصادي ضعف د افغانانو د عمده ستونزو په توګه یادې کړي دي.

همداشان په دغه سروې کې مرکه کوونکو د افغانستان د ټاکنو په ادارو خپله بې باوري څرګنده کړې خو په افغان امنیتي ځواکونو د خلکو باور د تیرکال په څیر دی چې څلورڅلویښت فیصدو مرکه شویو ویلي چې په افغان امنیتي ځواکو باور لري.

په دغه سروې کې په نورو مسلو هم د افغانانو نظریات منعکس شوي دي.