په خیبر پښتونخوا کې امنیتي مسئولین وايي چې ددغه ایالت په کوهاټ ښار کې د پولیسو په یو مرکز باندې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.
پېښه د جمعې په ورځ (سپتمبر ۱۸) د کوهاټ ښار د زاړه پولیس لاین په سیمه کې شوې ده.
د ایالتي پولیسو مشر ذولفقار حمید رسینو ته ویلي چې ځانمرګي په چاودېدونکو توکو بار موټر د پولیسو د مرکز له دېوال سره جنګولی دی.
په وژل شویو کې پنځه پولیس شامل دي.
د پولیسو په یو بیان کې ویل شوي چې چاودنه داسې مهال رامنځته شوه چې ګڼ پولیس او د کورنۍ غړي یې د پیښې ځای ته څېرمه په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه په ادا کولو بوخت وو.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې.
د پولیسو په بیان کې راغلي چې د پولیسو او برید کوونکو ترمنځ نښته وشوه او یوه بریدکوونکی چې چاودېدونکي توکي یې په ځان پورې تړلي وو، وژل شوی دی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی دی او د تلفاتو په اړه یې خواشیني څرګنده کړې ده.
د نوموړي د دفتر څخه په یو بیان کې له مقاماتو غوښتل شوي دي چې د برید د څرنګوالي په اړه دې تحقیقات وشي او دا چې زیانمو شویو ته دې مرستې ورسول شي.
د پاکستان په سرحدي سیمو کې په دې وروستیو میاشتو کې امنیتي پیښې زیاتې شوي دي.
پاکستان ادعا کوي چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د بریدونو زیاتوالی له افغانستان څخه سرچینه اخلي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې ده.